الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۴۶﴾ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۱۴۷﴾ وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۴۸﴾
هغه کسان چه مونږورکړی دی هغوی ته کتاب پیژنی حقانیت درسول (اودقبلی) لکه چه پیژنی ځامن خپل ، اویقیناً یوه ډله ددوینه خامخا پټوی حق لره اودوی، پوهیږی ﴿۱۴۶﴾
چه داحق دی دطرف درب ستانه پس مه کیږه ته دشک کؤونکونه ﴿۱۴۷﴾
اودهرچادپاره یوطرف دی ، دی گرځوونکی هغی ته مخ خپل پس مخکښی شئ دیوبل نه نیکوعملونوته هرځائی چه ئی تاسو رابه ولی تاسو لره اللّه تعالٰی په یوځای، یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قادر دی - ﴿۱۴۸﴾
[۱۴۶] په دی آیت کښی دکتاب والودوه قسمه ذکردی اول نیکان چه حق منی دوهم حق پټؤونکی - (يَعْرِفُونَهُ) ضمیرراجع دی رسول ته یاتحویل دقبلی ته (الْحَقَّ) مراددی نه تحویل قبله ياوصف د نبی ﷺ دی چه په تورات کښی ذکر وؤ -
[۱۴۷] داتاکید دماقبل اوترغیب دی تحویل قبله ته الحق، نه مخکی هذا پټ دی اوماقبل کلام ته راجع دی باالحق مبتداء ده اومن ربک، خبردی اودحق تعریف دی (الْمُمْتَرِينَ) د مِریة نه دی په معنیٰ د شک دی یادمِراء نه دی په معنیٰ دجگړی کولو دی -
[۱۴۸] دهرچایوه مخه ده هغه طرف ته توجه کو ی څوک اللّه تعالٰی ته مخ کوی ، څوک قبرته، څوک بت ته، څوک ژوندوپیرانوته، څوک مړوته، څوک ونوته، څوک گټوته، څوک مسجد سره مینه ساتی، څوک دبازار سره، څوک دمندرسره، څوک دگرجی سره وغیره لیکن مونږته حکم دادی چه هغه عملونوته مخکښی شئ کوم چه د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ دحکم موافق وی هغی ته خیرات وائی اوپه هغی کښی کعبه داخل ده - په دی معنیٰ سره (لِكُلٍّ) نه مراد لکل شخص او فرقة دی - یاوجهة نه مراد قبلة ده اولکل نه مراد هرامت دی (يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا) مراددادی چه په هرمُلک اوطرف کښی ئي اولمونځ کعبی ته کوئ نو اللّه تعالٰی به ستاسولمونځ یوگرځوی یامراددی نه جمع کیدل دی په قیامت کښی -