سَيَقُولُ ۵۴ اَلٌبَقَرَة

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۴﴾ وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ وَمَا أَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۵﴾

یقیناً‌ وینو مونږ اړه ول دمخ ستا طرف دآسمان ته پس خامخا اړؤو مونږتاداسی قبلی ته چه خوښه وی ستا هغه پس واړوه مخ خپل مسجد حرام ته ، اوکوم خای چه ئی تاسو پس گرځوئ مخونه خپل طرف دهغی ته، اويقیناً‌ هغه کسان چه ورکړی شوی دی هغوی ته کتاب خامخا پوهیږی چه یقیناً‌ داقبله بدلیدل حق دی دطرف درب ددوی نه اونه دی اللّه تعالٰی بی خبره دهغه عملونونه چه دوی کوی ﴿۱۴۴﴾
اوکه چیری راوړی هغه کسانوته چه ورکړی شوی دی ورته کتاب هرقسم دلیل تابعداری نه کوی دوی دقبلی ستا اونه ئی ته تابعداری کؤونکی دقبلی ددوی، اونه دی بعضی ددوی تابعدار دقبلی دبعضو، اوکه چیری تابعداری اوکړی ته دخواهشاتو ددوی روستودهغی نه چه راغلی دی تاته علم (دقرآن) یقیناً‌ ته به په دغه وخت خامخا د ظالمانونه شی ﴿۱۴۵﴾

[۱۴۴] رسول اللّٰه ﷺ دوحی په انتظار وو اوآسمان طرف ته به ئی کتل په دی اراده چه اللّه تعالٰی کعبه قبله اوگرځوی ځکه چه داقبله دټولو انبیاؤ مخکینو ده داسی په حدیث دبخاری کښی شته (وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ) دادریمه وجه اجمالی ده دقبلی دبدلیدلو چه داخبره کتابیانو ته معلومه ده اگرچه دوی ئی نه منی - (قَدْ نَرَى) داپه معنیٰ دماضی ده (فِي السَّمَاءِ) مراددی نه جهة السماء دی (وَجْهَكَ) مراددی نه ټول بدن دی (الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ) مراددی نه کعبه ده ذکردکل مراد ترینه جزء دی په ذکردمسجدحرام کښی اشاره ده چه واجب جهة دکعبی دی عین کعبه نه ده (حَيْثُ مَا كُنْتُمْ) تعمیم دی مکانونوته په سفراوخضر کښی -
[۱۴۵] ددی آیت اوله جمله کښی ئی عناداهل کتابو ذکر کړی دی او‌ذکر دقبلی دی اومراد ترینه دین دی ، دوهمه جمله کښی د نبی ﷺ برائت ئی ذکر کړی د ی اودریمه اوڅلورمه جمله کښی اشاره ده اختلاف دمینځ ددوی ته اشاره ده چه دوی قبله دځان دطرف نه جوړکړی دی (وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ) مفسرینو لیکلی دی چه قبله دیهودیانو بیت المقدس ده اوقبله نصاریٰ مشرق دمقام ولادت دعیسیٰ علیه السلام دی اودادواړه دځان نه جوړکړی قبلی دی (وَلَئِنْ أَتَيْتَ) نسفی وئیلی دی چه په دی کښی تحذیردی هغه چاته دلیل واضح شی اوبیائی پریږدی اودخواهش (بی دلیله) خبری تابعداری کوی -