سَيَقُولُ ۵۳ اَلٌبَقَرَة

سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۱۴۲﴾ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴۳﴾

زردی چه اوبه وائی بی وقوفان دخلقونه چه څه شی اوگرځول دوی لره دقبلی ددوینه چه دوی ؤو هغی ته (مخ گرځوونکی) ته ورته اوایه خاص اللّه تعالٰی لره دی مشرق اومغرب ، رسوی چالره چه اوغواړی لاری نیغی ته ﴿۱۴۲﴾
اودغسی جوړکړی ئی مونږتاسو امت غوره (عادلان) ددی دپاره چه شئ تاسو حق بیانونکی حلقوته اووی به رسول ﷺ تاسوته حق بیان کؤونکی اونه دی مقررکړی مونږ قبله هغه طرف ته چه ته وی په هغی باندی مگردی دپاره چه ښکاره کړو مونږهغه څوک چه تابعداری کوی د رسول ﷺ د هغه چاچه اوړی په پوندوخپلوباندی اواگرچه داقبله بدلول خامخاگران دی مگرپه هغه کسانو چه اللّه تعالٰی پاخه کړی دی (په حق باندی) اونه دی اللّه تعالٰی چه برباد کړی مونځونه ستاسو یقیناً‌ اللّه تعالٰی په خلقوباندی خامخا ډیرمهربان دی رحم کؤونکی دی ﴿۱۴۳﴾

[۱۴۲] ددی آیت نه ددی حصی دریم باب دی تر (۱۶۲) پوری په دی کښی داتم او نهم سوال جواب دی - اتم سوال په باره دقبله بدلیدلو کښی اودهغی څلورجوابونه دی دوه اجمالی او دوه تفصیلی - او بیا دترغیب او مظبوط والی دپاره پنځه امور دی اونهم سوال دصفا و مروه په باره کښی دی اوبیازورنه ده او ویره ورکول دی دپاره دحق پټوونکو -
فائده: په دی آیت (۱۴۲) کښی دلیل دی چه څوک د نبی ﷺ اوصحابوپه عمل باندی اعتراض کوی نوهغه بی وقوف دی (لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ) دااوله وجه اجمالی ده دپاره دبدلیدلو دقبلی چه ټول طرفونه د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی - او د اللّه تعالٰی هرحکم کښی هدایت دی - (السُّفَهَاءُ) داعام دی یهود او منافقینوته (سَيَقُولُ) داقول تحویل قبله نه مخکی دی اوسین دپاره داستقبال دی په طریقه دپیشنگوئی رشتنی سره یاداقول روستو دتحویل نه دی اوسین دپاره دتاکید دی اویقول په معنیٰ دقال سره دی (قِبْلَتِهِمُ) مراددی نه بیت المقدس دی چه شپاړلس یا اوولس میاشتی هغه قبله وه په وحی غیرمتلو سره اوبیامنسوخ شوه (إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ) اشاره ده چه قبلی ته مخ کول په امرداللّه تعالٰی مصداق صراط مستقیم دی -
[۱۴۳] شهادت نه مراد یاخوگواهی ورکول په ورځ دقیامت دی دنورو انبیاؤ دپاره دهغوی د امتونوپه مقابله کښی او ځمونږ نبی ﷺ به گواهی دصفائی ورکوی - داسی په حدیث شریف کښی دی یادشهادت نه مراد بیان دحق دی په دنیا کښی چه صحابه کرامو حق زده کړی دی د نبی ﷺ اوبیائی نورامت ته بیان اوکړو اودا معنیٰ سمرقندی لیکلی ده (وَمَا جَعَلْنَا) ددوهمه وجه تفصیلی ده دپاره دقبله بدلیدلو -
فائده ۱: دی آیت نه معلومه شوه چه عادت بدلول دپاره داتباع د سنت رسول ﷺ گران کاردی مگرڅوک چه ددی فائدوباندی اللّه تعالٰی پوهه کړی نوهغوی ته اسان دی -
فائده ۲: کوم عمل چه دایمان په بنااوکړی شی نوهغه باندی دایمان اطلاق کیدی شی (أُمَّةً وَسَطًا) وسط په معنیٰ دعادل دی ددی اول مصداق صحابه کرام دی اودشهداء دریمه معنیٰ داده چه دوی دکوم شخص دپاره دنیکئ شهادت ورکړی نوهغه به جنتی وی اودچادپاره دبدئ شهادت ورکړی نوهغه به جهنمی وی په حدیث کښی دی انتم شهداء‌ اللّه فی الارض (الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا) مراد دقبله نه بیت المقدس دی اوجعل په معنیٰ دمقدرکولو دی یاپه معنیٰ د بدلولو دی اوکنت په خپله معنیٰ سره دی یامراد دقبله نه کعبه ده اوجعل په معنیٰ دمقررکولو دی اوکنت په معنیٰ دانت دی (يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ) اشاره ده مرتدکیدلو ته بغیر دسوچ اوفکر نه (إِيمَانَكُمْ) ددی نه مراد لمونځ دی چه عمل دایمان دی (لِنَعْلَمَ) داپه معنیٰ دتمییز یا داظهار دی نفس علم خود اللّه تعالٰی دمخکی نه صفت دی -