الم ۵۲ اَلٌبَقَرَة

أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۴۰﴾ تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۱﴾

آیا وائی تاسو چه یقیناً‌ ابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او اسحاق علیه السلام او یعقوب علیه السلام اواولاد دهغه دوی ؤو یهودیان یا نصاریٰ ؟ اووایه آیا تاسو ښه پوهه ئي یااللّه تعالٰی؟ اوڅوک لوی ظالم دی دهغه چا نه چه پټوی علم چه وی دده سره د اللّه تعالٰی دطرف نه ، اونه دی اللّه تعالٰی بی خبره دهغه عملونونه چه تاسوئی کوئ ﴿۱۴۰﴾
دغه یوه ډله ده یقیناً مخکی تیرشوی ده دوی لره هغه عملونه دی چه دوی کړی دی اوتاسولره هغه عملونه دی چه تاسوکړی دی اوتپوس نشی کیدی ستاسونه دهغه عملونوچه دوی ئی کوی ﴿۱۴۱﴾

[۱۴۰] دی آیت کښی اوومه زورنه ده ، چه دوی دغلط دین نسبت پیغمبران علیهم الصلوة والتسلیمات ته کوؤ (أَمِ اللَّهُ) یعنی د اللّه تعالٰی شهادت دادی چه انبیاء علیهم السلام ټول په ملت ابراهیمیه (توحید خالص) باندی وؤ لکه په سورة آلعمران (۹۵) کښی دی (شَهَادَةً عِنْدَهُ) مراددی نه شهادت دی دپاره دبراهیم علیه السلام په حنیفیت سره اودارنگ دپاره دآخری رسول په اتباع ددین ابراهیم سره دا یهودیانو او نصاراؤ پټ ساتلو نو دوی ډیرظالمان دی -
[۱۴۱] دا رد دی چه دوی په خپلومشرانوسره فخرکوؤ - مخکی په (۱۳۴) کښی مشران انبیاء مراد وؤ اودلته نور مشران مراد دی دارنگ هلته مراد وؤ ردکول په دوی باندی په دعویٰ دنجات موندلو په اعمالو دمشرانو سره اودلته رد دی په نفس فخر ددوی په نسب دمشرانو سره -