فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۳۷﴾ صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ ﴿۱۳۸﴾ قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ ﴿۱۳۹﴾
پس که چیری دوی ایمان راوړو په شان دایمان ستاسو په هغی پس یقیناً لاره ئی اومندله ، اوکه دوی مخ واړه ؤو پس یقیناً دوی په سخته دشمنئ کی دی ، پس خامخا بچ به اوساتی تالره د دوینه اللّه تعالٰی اوخاص اللّه تعالٰی هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی ﴿۱۳۷﴾
اووائی قبول کړی دی مونږرنگ د اللّه تعالٰی اوڅوک ډیرښایسته دی د اللّه تعالٰی نه په رنگولوکښی ، اومونږخاص هغه لره بندگی کؤونکی یوc ﴿۱۳۸﴾
اووایه آیا جگړه کوئ تاسومونږسره په توحید داللّه تعالٰی کښی او (حال داچه) هغه رب زمونږ او ستاسودی اومونږلره عملونه زمونږ دی اوتاسولره عملونه ستاسو دی ، اومونږخاص هغه ته اخلاص کؤونکی یو ﴿۱۳۹﴾
[۱۳۷] په دی آیت کښی دوی ته دعوت دایمان دی په شان دایمان دصحابه کرامو - دادلیل دی په فضیلت دصحابوچه هغوی ایمان معیار دی دصحیح ایمان دپاره (بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ) مثل نه مراد عین ایمان دهغوی دی هرکه چه صفت دایمان دهرچاپه هغه پوری قائم دی نودبل ایمان ته ئی مثل اوویل - (فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ) داتسلی ده نبی ﷺ چه دشقاق دوجی نه داخلق به ضرور ستاسو دمقابلی کولو کوشش کوی لیکن دوی نه ویره مه کوئ -
[۱۳۸] دی آیت کښی پنځمه زورنه ده نصاراؤ ته چه هغوی خپل دین دظاهری رنگ نه عبارت گرځولی دی - جواب اوشو چه رنگ ښایسته رنگ دتوحید دی چه دهغی اثرپه ظاهر اوباطن شته په دنیا اوپه آخرت کښی - دارد دی په رسم باطل دنصاریٰ باندی چه څوک به په دین نصرانیت کښی داخلیدل نوهغه به ئی په معموری رنگ سره رنگین کړو وئیل به ئی چه اوس خالص نصرانی شو(وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً) یعنی دنورو رنگونو اثرخوصرف په ظاهرباندی وی اود اللّه تعالٰی ددین اسلام رنگ په ظاهراوپه باطن اوپه دنیا اوآخرت کښی باقی دی نوهغه ډیرښایسته اومضبوط دی -
[۱۳۹] دی آیت کښی شپږمه زورنه ده چه جگړه کول دی په باره دتوحید دالوهیت کښی اودصفاتوداللّه تعالٰی کښی اوخاص کر په صفت داختیار دهغه کښی چه چاله نبوت اوکتاب ورکوی چالره نورفضائل ورکوی (رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ) یعنی اتحادپه عقیده دربوبیت کښی مستلزم دی اتحادلره په عقیده دالوهیت کښی اوپه صفت اواختیاراوتصرف کښی (وَلَنَا أَعْمَالُنَا) زمونږاعمال په موافق دتوحید دالوهیت دی اوستاسوعملونه په مقتضیٰ دشرک دی نواتحادپه عقیده دربوبیت کښی فائده نه کوی په وخت دمخالفت په توحید دالوهیت کښی -