أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَهَكَ وَإِلَهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۱۳۳﴾ تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۴﴾ وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۳۵﴾ قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۱۳۶﴾
آیا وئ تاسو حاضر کوم وخت چه نزدی شو یعقوب علیه السلام ته مرگ کوم وخت چه اوویل هغه ځامنوخپلوته چه دچا بندگی به کوئ؟ روستو ځمانه، اوویل هغوی بندگی به کوؤ معبود ستا اومعبود دپلار نیکه چه ابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او اسحاق علیه السلام دی معبود یو اومونږبه خاص اللّه تعالٰی لره اخلاص کؤونکی یو ﴿۱۳۳﴾
دغه یوه ډله ده یقیناً تیره شوی ده ؤ دوی لره هغه عمل دی چه دوی کړی دی اوتاسو لره هغه عمل دی چه تاسوکړی دی اوتپوس به نشی کیدی ستاسونه دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۱۳۴﴾
اووائی دوی چه شئ تاسویهودیان یا نصاریٰ لار به امومئ اوایه بلکه (مونږتابع یو) ددین دابراهیم علیه السلام چه پوخ مؤحد ؤو اونه وو دی دمشرکانو دډلی نه ﴿۱۳۵﴾
اوائی ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی اوپه هغه څه چه نازل کړی شوی دی مونږته اوپه هغه څه چه نازل کړی شوی دی ابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او اسحاق علیه السلام ته اویعقوب علیه السلام ته اواولاد دده ته او هغه چه ورکړی شوی دی موسیٰ علیه السلام ته او عیسیٰ علیه السلام ته اوهغه چه ورکړی شوی دی نورو پیغمبرانو ته دطرف درب ددوی نه ، جدائی نه کؤو په مینځ دهیچا کښی ددوینه (په ایمان راوړلو کښی) اومونږخاص اللّه تعالٰی ته اخلاص کؤونکی یو - ﴿۱۳۶﴾
[۱۳۳] دی آیت کښی اوله زورنه ده او ددوی دسوال جواب دی دوی وئیل یعقوب علیه السلام وصیت کړی وو په یهودیت سره - جواب اوشو چه تاسو هغه وخت حاضر نه وئ نوولی دروغ وائی (الْمَوْتُ) مراد دحضرنه نزدیکت دی یادالموت نه مراد علامات خاصه دمرگ دی ځکه چه کله مرگ په انسان باندی راشی نوبیاخوخبری نشی کولی (إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ) داتفصل دوصیت دیعقوب علیه السلام دی (مِنْ بَعْدِي) روستودمرگ ځمانه (آبَائِكَ) اسحاق، خوپلار د یعقوب علیه السلام وؤ اواسماعیل علیه السلام تره وؤ اوابراهیم علیه السلام دپلارپلار وؤ نودادلالت کوی چه تره اونیکه ته هم اب وئیلی شی -
[۱۳۴] دی کښی دوهمه زورنه ده دوی ویل چه زمونږ پلاران نیکونه پغمبران وؤ مونږته بدویل گناه دی - جواب اوشو چه دهغوی په عمل سره تاسو نه خلاصیږئ ( لَهَا مَا كَسَبَتْ) په دی کښی مراددادی چه دهرچانیک عمل به خاص هغه ته فائده ورکوی څوک دبل چاپه نیک عمل نشی خلاصیدلی - (وَلَا تُسْأَلُونَ) په دی کښی اشاره ده چه هرڅوک دخپل ناکاره عمل ذمه دار دی څوک دبل په بدعمل سره نه نیولی کیږی - په دی کښی رد دی ددی زمانی په پیرزادگانو اوصاحبزادگانو چه دخپلو مشرانو په نیک اعمالوباندی فخرکوی اواتباع دهغوی نه کوی -
[۱۳۵] دی آیت کښی دریمه زورنه دی چه دوی دعوت کوی باطل دین ته چه یهودیت اونصرانیت دی اوددین باطل خپل نه توبه نه اوباسی (بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ) اشاره ده چه یهودیت اونصرانیت دملت ابراهیمیه ملت حنیفیه نه بالکل اوړیدلی وؤ (حَنِيفًا) مستقیم په حق دین اوپریخودونکی دهرباطل دین - (وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) په دی کښی اشاره ده چه یهود اونصاریٰ مشرکان شوی وؤ اوهغوی ته سره دوصف دکتابیت نه مشرک وئیلی شی -c
[۱۳۶] په دی کښی څلورمه زورنه ده دوی اعتراض کوو چه تاسو پیغمبران نه منئ مثلاً عیسیٰ علیه السلام - جواب اوشو چه دوی ته خپله عقیده ښکاره کړئ چه مونږپیغمبران منو په هغوی کښی دایمان په باره کښی فرق نه کوؤ لیکن دهغوی بندگی نه کوؤ لکه تاسو چه دعیسیٰ علیه السلام کوئ - هرکله چه څوک یهودیت او نصرانیت ته دعوت ورکوی نودهغوی اول جواب بل ملة ابراهیم، دی او دوهم جواب دادی - آمَنَّا بِاللَّهِ، (الْأَسْبَاطِ) اولاد ځامنو او لونړو ته ویلی شی دلته مراد اولاد دیعقوب علیه السلام وؤ چه دولس خاندانونه جوړشوی وؤاوپه هغوی کی ډیر انبیاء رالیږلی شوی وؤ (مُوسَى وَعِيسَى) ددواړه تشریعی انبیاء وؤ ځکه ددوی تخصیص اوشو (لَا نُفَرِّقُ) دلته مراد دی فرق په ایمان کښی یعنی بعضی رسولان منل اوبعضی نه منل اوهرچه فرق دی په مراتبوکښی نوهغه خوثابت دی ددی سوره په (۲۵۳) کښی -