وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۳۰﴾ إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۳۱﴾ وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۱۳۲﴾
اومخ نه اړوی ددین ابراهیم علیه السلام نه مگرهغه څوک چه بی وقوف کړی ځان خپل ، اویقیناً غوره کړی ؤو مونږده لره په دنیا کښی اویقیناً دی په آخرت کښی خامخا دکامیابونه وی ﴿۱۳۰﴾
کوم وخت چه اوویل ده ته رب دده اخلاص کوه (همیشه) اوویل ده اخلاص می کړی دی دپاره دپالونکی دټولو خلقو ﴿۱۳۱﴾
اووصیت کړی دی په کلمه دتوحید ابراهیم علیه السلام ځامنو خپلو ته او یعقوب علیه السلام هم چه ای ځامنو ځما یقیناً اللّه تعالٰی غوره کړی دی ستاسو دپاره دین (توحید) نومرگ دی رانشی تاسوته مگرپه داسی حال چه توحید والائي ﴿۱۳۲﴾
[۱۳۱-۱۳۰] په دی آیتونوکښی پنځمه خبره دتاکید ده دملت دابراهیم علیه السلام اوزورنه ده مخ اړوونکی ته دهغه نه اودشرعی سفاهت تعریف دی (وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ) داعلت دماقبل دی اواصطفائی مخکی ذکرکړی ده په امامت سره (الصَّالِحِينَ) دعمل صالح کولو ځای خودنیا ده نودلته مراد دصالحین فائزین (کامیاب) دی (أَسْلِمْ) مراددی نه همیشه والی او پخیدل دی په پوره اسلام باندی (لِرَبِّ الْعَالَمِينَ) په دی وصف کښی اشاره ده دلیل داسلمت ته -
[۱۳۲] په دی آیت کښی دریم مقصد دواقعی دابراهیم علیه السلام ذکر دی چه ابراهیم علیه السلام اویعقوب علیه السلام په توحید سره وصیت کړی وو نوزړه مسئله ده - نوضمیر په بهاکښی راجع دی کلمه داسلمت لرب العالمین ته - (فَلَا تَمُوتُنَّ) هرکله چه انسان ته وخت دمرگ معلوم نه دی نومراد ددی نه په اسلام باندی هروخت اوپه هرحالت کښی که خوشحالی وی یاتکلیف وی باقی پاتی کیدل ضروری دی تردی پوری چه مرگ راشی په ده باندی په وخت داسلام کښی -