وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۲۷﴾ رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۸﴾ رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۲۹﴾
اوکوم وخت چه پورته کول ابراهیم علیه السلام بنیادونه دبیت اللّه او اسماعیل علیه السلام (دواړوویل) ای ربه ځمونږ: قبول کړی ځمونږنه یقیناً ته خاص ته هرڅه آوری اوپه هرڅه باندی پوهیږی ﴿۱۲۷﴾
ای ربه ځمونږ اوگرځوی مونږ همیشه اخلاص کؤونکی تاته اود اولاد ځمونږنه ډله اخلاص کؤونکی تاته، اواوخابه مونږته طریقی دبندگئ ځمونږ اومهربانی کوه په مونږباندی یقیناً ته اوخاص ته ډیرتوبه قبلوونکی ئی اررحم کؤونکی ئی ﴿۱۲۸﴾
ای ربه ځمونږ او اولیږی په دوی کښی رسول دجنس ددوی نه چه بیانوی په دوی باندی آیاتونه ستا اوخودنه به کوی دوی ته دکتاب (قرآن) اودسنت اوپاکوی دوی لره، یقیناً ته خاص ته زورآور حکمتونووالائي ﴿۱۲۹﴾
[۱۲۷] په دی آیت کښی اوروسته دوؤکښی څلورمه خبره ده یعنی دری دعاگانی دابراهیم علیه السلام اوله دعا دقبولیت دعمل ، دوهمه دعا دوام په اسلام باندی دریمه دعا آخری نبی په باره کښی (الْقَوَاعِدَ) دادلیل دی چه کعبه مخکی جوړه شوی وه لیکن نړی دلی ده صرف بنیادونه ئی پاتی شوی ؤو هغی باندی ابراهیم علیه السلام آبادی پورته کړله ، اواسماعیل علیه السلام ورسره امداد کوؤ (رَبَّنَا تَقَبَّلْ) یعنی په وخت ددغه آبادئ کولوکښی داسی دعا دواړو غوختله -
[۱۲۸] په دغی آیت کښی دوهمه دعا ده - دتثبت په توحید باندی اواجراء دتوحید په اولاد کښی - (مَنَاسِكَ) طریقی دحج ته وائی اوطریقو دعامو عباداتوته هم وائی (وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا) مراددی نه اولاد دابراهیم او اسماعیل دی نوهغه عرب دی بنی اسرائيل نه دی -
[۱۲۹] په دی آیت کښی دریمه دعا اودوهم مقصد دقصی دابراهیم علیه السلام دی اودآخری نبی دری صفات اودری کارونه ذکر دی عربی رسول او بشر - قرآن بیانول ، تعلیم دقرآن اوسنت، تزکیه په صفا عقائدواواخلاقو سره -
فائده: (عَزِيزٌ) کښی ټول صفات دکازسازئ اوتصرف داخل دی (حَكِيمٌ) کښی ټول صفتونه د علم داخل دی نودا دواړه خلاصه دصفاتو داللّه تعالٰی ده (فِيهِمْ) ضمیرراجه دی ذریتنا ته نودلیل دی چه نبی ﷺ مکی عربی وؤ (مِنْهُمْ) ضمبرذریت یا امت مسلمه ته راجع دی اومراد ددی نه دهغوی دجنس نه دی یعنی بشردی (يَتْلُو عَلَيْهِمْ) داپه طریقه ددعوت او تبلیغ سره دی (وَيُعَلِّمُهُمُ) په طریقه دتعلیم سره دی اونصاب تعلیم قرآن او سنت دی (وَيُزَكِّيهِمْ) دااثردبتلیغ او تعلیم دی یعنی طریقی داعمالو اواخلاق خودل -