الم ۴۷ اَلٌبَقَرَة

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿۱۲۴﴾ وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۱۲۵﴾ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۲۶﴾

هرکله چه ازمیښت اوکړوپه ابراهیم علیه السلام رب دهغه په څوکارونوسره په پوره ئی ادا کړل ، او اوفرمائیل اللّه تعالٰی یقیناً زه گرځوم تا دخلقو دپاره پیشوا - اویل ابرهیم علیه السلام او اولاد ځمانه (اوگرځوی پیشوایان) اوفرمایل اللّه تعالٰی چه نه رسی لوظ ځما (دامامت) ظالمانو ته ﴿۱۲۴﴾
اوکوم وخت چه اوگرځؤو مونږ بیت اللّه ځای دثواب دپاره دخلقو اوځای دامن (اویل مونږ) اونیسئ دمقام ابراهیم علیه السلام (سره) ځای دمانځه ، اوحکم اوکړو مونږابراهیم علیه السلام ته او اسماعیل علیه السلام ته چه پاک ساتئ کورځما دپاره دطواف کؤونکو اواعتکاف کوونکو اورکوع کوونکو اوسجده کوونکو ﴿۱۲۵﴾
اوکوم وخت چه اوویل ابراهیم علیه السلام ای ربه ځما اوگرځوه داځای ښارامن والا اوروزی ورکړی اوسیدونکو ددی ته دمیوو نه هغه چاته چه ایمان لری ددوینه په اللّه تعالٰی اوپه ورځ د روستنئ، اوفرمایل اللّه تعالٰی اوچاچه کفراوکړو ، پس فائده به ورکړم هغه ته لږه زمانه (ژوند ددنیا) بیابه په زور بوځم ده لره عذاب داورته اوبددی ځای د ورتللو (دا اور) ﴿۱۲۶﴾

[۱۲۴] ددی آیت نه ددی حصی دوهم باب دی تر ر(۱۴۱) پوری په دی کی واقعه ده دابراهیم علیه السلام په طریقه ددلیل نقلی سره دپاره ددعوت دبنی اسرائیلو دین د ابراهیم علیه السلام ته دری مقصدونو دپاره (۱) ابراهیم علیه السلام بیت اللّه پاک کړی دی دشرک نه نوتاسو شرک ولی کوئ اودهغه بیت حج ولی نه منئ (۲) ابراهیم علیه السلام دآخرنبی دپاره دعا غوښتلی ده نوهغه حق دی تاسوتری نه ولی انکار کوئ (۳) ابراهیم علیه السلام توحید سره وصیت کړی دی نوتاسو ولی نه منئ‌ - اونوری پنځه خبری دی په واقعه دابراهیم علیه السلام کښی اوبیا اووه کرته زورنی دی - په دغی آیت کښی اوله خبره ده چه بیان دلوی والی دشان دابراهیم علیه السلام دی یوپوره کول دکلماتو ، بل امامت ، بل نبوت په اولاد کښی -
فائده: دکلمات نه مراد هغه امتحانونه دی چه قرآن کریم کښی ځای په ځای په باره د ابراهیم علیه السلام کښی دی - دنمرود سره محاجه کول، قوم سره محاجه کول، پلارته دعوت ورکول، اورته غورځول ، په ذبح دځوی سره امتحان راتلل -
فائده: امامت نه مراد نبوت دی اودادلیل دی په دی باندی چه پیغمبران دنبوت نه وړاندی دگناهونونه پاک وی (الظَّالِمِينَ) مراددی نه گنهکاران دی اوعهد نه مراد نبوت دی -
[۱۲۵] په دی آیت کښی دوهمه خبره دلوی شان دبیت اللّه په دری طریقو سره ده (مَثَابَةً او أَمْنًا) او (مُصَلًّى) جوړول (مَثَابَةً) ځای دثواب گټلو یا ځای دتللو راتللو (مرجع) دخلقودپاره (اوامن) نه مراد حرمت دحرم مکه دی چه وینی تویه ول او بوټی پری کول وغیره په هغی کښی منع دی یاعبادت په هغی کښی سبب دامن دی دعذاب د اللّه تعالٰی نه (مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ) مراددی نه هغه گټه ده چه ابراهیم علیه السلام په وقت دبنا دبیت اللّه کښی په هغی باندی اودریدلو اومصلیٰ نه مراد دوه رکفتونه کول روستو دطواف نه د هغی سره یامراد ددی صفااومروه ، منیٰ ، مزدلفه، عرفه او ملتزم او حجراسود دی اومصلیٰ نه مراد ځایونه ددعاکولو دی (أَنْ طَهِّرَا) مراد ددی ظاهری پاکوالی دی دنجاستونونه اومعنوی پاکوالی دشرک اوبدعاتونه - اودادری عبادتونه دبیت اللّه سره خصوصیت لری اول طواف چه بل ځای جائز نه دی نه دیو مسجد، نه دبل کور، نه دقبر - دوهم اعتکاف چه په هرمسجد کښی کیدی شی لیکن مسجدالحرام کښی ډیرافضل دی دریم رکوع سجده یعنی لمونځ کول چه په طور دقبلی سره په هغی پوری خاص دی -
[۱۲۶] په دی آیت کښ دریمه خبره ده دعا دابراهیم علیه السلام دپاره دمکی په دی ځیزونوسره اودپاره داهل مکه - (فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا) ټوله دنیا لږه ده په نسبت دآخرت اوداسی آیت په سورة ابراهیم (۳۵) کښی هم شته خودادعا په هغه وخت کښی وه چه مکه بالکل نه وه آباده شوی نوبلدائ نکره اویل اودعا دسورة ابراهیم روستو دآبادئ دمکی نه وه نوهلته ئی البلد معرفه وئیلی ده -