وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۱۲۰﴾ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۲۱﴾ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۲﴾ وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۱۲۳﴾
اوهیچ چیری به راضی نشی ستانه یهودیان او نه نصاریٰ ترهغی پوری چه تابع شی ددوی دطریقی، ته اوایه یقیناً دین د اللّه تعالٰی هغه خاص پوره (حق) دین دی، اوکه چیری ته تابعداری اوکړی دخواهشاتو ددوی روستو دهغی نه چه راغلی دی تاته علم قرآن نونیشته تالره د اللّه تعالٰی (دعذاب نه) څوک دوست بچ کؤونکی اونه مددگار ﴿۱۲۰﴾
هغه کسان چه ورکړی دی مونږهغوی ته کتاب لولی هغه په لائق لوستلو سره - دغه کسان ایمان لری په دی باندی ، اوچاچه کفراوکړو په دی پس دغه کسان دوی خاص تاوان والا دی ﴿۱۲۱﴾
ای اولاد د یعقوب علیه السلام یادکړئ (په دی رسول منلوسره) نعمت زما هغه نعمت چه ماانعام کړی دی په تاسوباندی اویقیناً ما غوره والی درکړی دی تاسوته په خلقو باندی ﴿۱۲۲﴾
او اویریږئ (دعذاب نه) د هغه ورځ نه چه بدله به نشی ورکولی یونفس دبل نفس نه هیڅ اونه به قبلیدیلی شی دهغه نه فدیه (جرمانه) اونفع به نه ورکوی هغه ته سفارش اونه به ددوی سره مدد کیدی شی ﴿۱۲۳﴾
[۱۲۰] په دی آیت کښی ذکرشوی دی ضد او عناد دکتابیانو اودهغوی ددین نه ځان بچ کول اوداامر دوهم دی چه دهغوی سره ستا اتحاد ممکن نه دی (إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى) اول هدیٰ نه مراد دین د اللّه تعالٰی دی چه اسلام دی او دوهم په معنیٰ دکامل دین اوحق دی (أَهْوَاءَهُمْ) مراددی نه یهودیت اونصرانیت دی چه خلاف دی ددین د اسلام نه (مَا لَكَ) خطاب نبی ﷺته دی اومراددی نه امت دی -
[۱۲۱] په دی کښی دریم امردی چه هغه دلیل نقلی دی مخکښی کتاب د منونکونه (حَقَّ تِلَاوَتِهِ) لائق لوستل دادی چه په هغی باندی ځان پوهه کوی اوعمل کوی اوتحریف لفظوی ا ومعنوی نه کوی دهمه معنیٰ داده تابعداری کوی دکتاب په لائق دتابعدارئ سره (يُؤْمِنُونَ بِهِ) داضمیر قرآن (العلم) ته یارسول آخری ته راجع دی (وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ) په دی ضمیرکښی هم دغه احتمالات دی -
[۱۲۲] په دی آیت کښی ترغیب دی دپاره دآخری رسول ﷺ اوپه دی توجه ورکول دی ددوی دین ابراهیمی طرف ته -
[۱۲۳] په دی کښی تخویف دآخرت دی دپاره دانکارکوونکو درسول نه ﷺ داسی په (۴۸) آیت کښی هم تیرشوی دی په هغه آیت کښی ضمیرونه د منها اول نفس (غیرمجرم) ته راجع دی اوپه دی آیت کښی دوهم نفس (مجرم) ته راجع دی -