الم ۴۵ اَلٌبَقَرَة

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۱۱۷﴾ وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۱۱۸﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۹﴾

نوی پیداکؤونکی دآسمانونو اودځمکی اوکله چه اراده اوکړی دیوکارپس یقیناً اوائی هغه ته اوشه پس اوشی ﴿۱۱۷﴾
اووائي هغه کسان چه نه پوهیږی ولی خبری نه کوی مونږسره اللّه تعالٰی یاولی نه راځی مونږته نښه په (رسالت) دغسی ویل هغه کسانو چه مخکی ددوینه ؤو په شان دوینا ددوی ، یوشان دی زړونه ددوی یقیناً‌ ښکاره کړی دی مونږ (ډیری) نښی دپاره دهغه قوم چه یقین کوی ﴿۱۱۸﴾
یقیناً لیږلی ئی مونږته دپاره دحق بیان زیری کؤونکی اوویره ورکؤونکی ، اوتپوس نشی کیدی ستانه په باره د دوزخیانوکښی ﴿۱۱۹﴾

[۱۱۷] په دی آیت کښی رد دی په اتخاذالولد باندی په دوؤ طریقوسره یوبدیع السمٰوٰت ، اودوهم اذاقضیٰ امراً ، بدیع دبدعت نه دی اوبدعت په لغت کښی هرنوی څیزته ویلی شی اوپه شریعت کښی پیداکول دعقیدی یاقول یاعمل دی چه په شرع کښی دهغی دلیل نه وی (قَضَى) دلته په معنیٰ د اراده کولودی او امراً نه مراد ایجاد دیوڅیز دی -
[۱۱۸] په دی کښی جواب داووم سوال دی هغه سوال دادی که ته رسول ئي نو اللّه دمونږته پخپله اوائی یا دمونږته وحی اوکړی ستا په شان یادهغه معجزه راشی کوم چه مونږه غواړو - جواب اوشو اول الزامی جواب چه داسوال دمخکښی منکرینو په شان دی دوهم جواب تحقیقی چه آیات مونږ ښکاره کړی دی یوآیت نه بلکه ډیرآیات (معجزات) لیکن فائده ورکوی یقین کوؤنکوته نه عنادیانوته -
[۱۱۹] دادعویٰ دصدق درسول ده اوامراول دی دپنځه امورو نه (بِالْحَقِّ) په معنیٰ درښتیاسره یاپه معنیٰ دبیان دحق سره (وَلَا تُسْأَلُ) یعنی ستادبیان اودعوت نه روستو چه څوک انکارکوی نودهغوی ذمه واری په تاباندی نشته -