الم ۴۴ اَلٌبَقَرَة

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ ﴿۱۱۶﴾

اوڅوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه منع کوی دجماعتونو د اللّه تعالٰی نه داچه یادکړی شی په هغی کښی نوم د اللّه تعالٰی (په توحید سره) اوکوشش کوی په خرابولو دهغی کښی دغه کسان نه ده لایق دوی لره چه دوی داخل شی جماعتونوته مگرویره کوونکی ، دوی لره په دنیاکښی شرمندگی ده اودوی لره په آخرت کښی عذاب لوئی دی ﴿۱۱۴﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره مشرق اومغرب دی، پس کوم طرف ته گرځوئ مخ خپل نوهلته مخه د اللّه تعالٰی ده یقیناً اللّه تعالٰی فراخ فضل والادی اوپوهه دی (په هرڅه) ﴿۱۱۵﴾
اودوی وائی چه نیولی دی اللّه تعالٰی ولد (نازولی) پاک دی اللّه تعالٰی بکه اللّه تعالٰی لره اختیاردی دهغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوپه ځمکه کښی دی ، داټول اللّه تعالٰی لره تابع داری کؤونکی دی ﴿۱۱۶﴾

[۱۱۴] داپنځمه زورنه ده - مسجد نه بیان دتوحید منع کول اومؤحدین منع کول ډیرظلم دی دذکردنوم د اللّه تعالٰی نه مرادذکردی په طریقه دشرعی سره یعنی ذکرپه طریقه داخلاص اوتوحید اوپه طریقه د نبی ﷺ سره - اوخرابی مسجد دتوحید نه خالی کیدل دی یعنی په مسجد کښی شرک کول اوبدعات کول دی (مَسَاجِدَ) جمع ئي اوئیل ځکه چه داحکم هرمسجد ته شامل دی (أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ) مراد دادی چه مؤمنانوله پکاردی چه صبراوجهاداوکړی نوددوی رعب به په کافرانو باندی قائم شی نوهغوی به دغه مساجدوته په امن سره نشی داخلیدلی اوددی مصداق په وخت دغلبی داسلام کښی موجود شویدی -
[۱۱۵] یعنی که څوک یومؤحد لره دمسجد نه منع کوی نوده له پکاردی چه بل ځای کښی دین بیان کړی اومشرق اومغرب نه مراد ټول طرفونه دی (وَجْهُ اللَّهِ) دا اوددی په شان آیاتونه دمتشابهاتونه دی - په دی کښی حق مذهب داهل سنت سلف صالحینودی - هغه ددی په ظاهرباندی ایمان راوړل اوعلم دحقیقت اللّه تعالٰی ته سپارل دی اوپه داسی آیتونوکښی تاویل کول په داسی طریقه باندی چه دظاهرنه انکارکوی بدعت دی - اوشیخ الاسلام یوقول دادی چه وجة دمتشابهاتونه ده بلکه دامشترک لفظ دی په ډیرومعانوکښی نوپه یومعنیٰ باندی حمل کول تاویل مذموم نه دی اوپه دی کښی اقوال دصلفو دادی قول دمجاهد په معنیٰ د قبلة اللّه - اوپه معنیٰ دتوجه هم کیدی شی اوپه معنیٰ دعلم په دلیل دواسع علیم سره - اوداآیت دډیرومفسرینو په نزد دهغه لمونځ په باره کښی دی چه نفل وی په سورلئ باندی بهردکلی نه یاپه سفرکښی -
[۱۱۶] په دی کښی جواب د شپږم اعتراض دی - سوال دادی چه ته ملائک اوعزیرعلیه السلام نه منی نو ته څنگه پیغمبرئی؟ جواب دادی چه مونږهغه منو لیکن الٰه اوولد د اللّه تعالٰی ورله نه وایو یهود وائی چه عزیرعلیه السلام د اللّه تعالٰی ولددی اونصاریٰ وائي چه عیسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی ولد دی ، اومشرکین عرب وئیل، چه ملائک د اللّه تعالٰی لونړه دی نوپه هغوی کښی دبعضی کسانو عقیده داوه چه داد اللّه تعالٰی حقیقی اولاد دی اودبعضو عقیده دا وه چه دولد په شان دی یعنی اختیار او واک ئي ورکړی دی - اودهغی خبره ضرور منی لکه څنگه چه پلار دنازولی زوی خبره مجبوراً منی لفظ داتخذ دلالت کوی په متبنیٰ جوړولوباندی نوپه دی آیت کښی رد دی په اتخاذالولد باندی په دریوطریقوسره اول سبحنه دوهم بل له مافی السمٰوٰت دریم کل له قانتون - قنوت په معنیٰ د عاجزئ او ذلت کولو دی -