الم ۴۳ اَلٌبَقَرَة

وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱۰﴾ وَقَالُوا لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۱۱﴾ بَلَى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۱۲﴾وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۱۳﴾

اوپاندی کوی دمانځه اوورکوئ زکوٰة اوڅه چه مخکښی اولیږی دپاره (دفائدی) دځانونوخپلوڅه نیک عمل اوبه مومئ (بدله دهغی) په نزد د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی هرهغه عمل چه کوئ تاسووینی ﴿۱۱۰﴾
اودوی وائی هیچ چیری به داخل نشی جنت ته مگرهغه څوک چه یهودی وی یانصرانی وی ، دا آرزوگانی (بی دلیله خبری) ددوی دی، اوایه راوړی یقینی دلیل خپل که ئی تاسو ریشتینی ﴿۱۱۱﴾
(داسی نده) بلکه چاچه تابع کړو ځان خپل خاص اللّه تعالٰی ته اودی ښایسته عمل والاؤو، پس ده لره ثواب دعمل دده دی په نزد درب دده اونه به وی هیڅ ویره ، په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۱۱۲﴾
اووائي یهودیان نه دی نصاریٰ په هیڅ دین باندی اووائی نصاریٰ نه دی یهودیان په هیڅ دین باندی اودوی لولی کتاب نه دغسی ویل هغه کسانوچه نه پوهیدل په شان دوینا ددوی پس اللّه تعالٰی به فیصله اوکړی په مینخ ددوی کښی په ورځ دقیامت په هغه ځه کښی چه دوی په هغه کښی اختلاف کوو ﴿۱۱۳﴾

[۱۱۰] په دی آیت کښی دری آداب نورذکر دی (لِأَنْفُسِكُمْ) په دی کښی مراد هغه عمل دی چه بل چاته دهغی ثواب نه وی بخلی شوی (مِنْ خَيْرٍ ) خیرهغه قول اوفعل دی چه په کتاب اوسنت سره دهغی ښه والی ثابت وی په دی لفظ سره اشاره ده چه بدعمل مثلاً بدعت وفسق سره هیڅ ثواب نه ملاویږی -
[۱۱۱] دا دریمه زورنه ده ، ځان له جنت خاص کول بی دسبب نه چه توحید دی - یعنی عقیده دتوحید هم نه لری او ورسره دخپلو گناهونو سزا هم نه منی - اوجنت دوی قومیت پوری خاص کړی وؤ - اَوْدپاره دتفصیل او تقسیم دی یعنی یهودو دځان دپاره تخصیص کوؤ اونصاریٰ دځان دپاره تخصیص کوؤ (أَمَانِيُّهُمْ) جمع دامنیة ده دنفس خواهش چه دلیل شرعی ورسره نه وی یعنی صرف داچه مونږصاحبزادگان او پیرزادگان یو نوجنت زمونږ دی (بُرْهَانَكُمْ) یعنی دلیل چه په هغی سره دعویٰ یقینی ثابتیږی اوهغه دلیل شرعی دی -
([۱۱۲] په دی کښی رد دی دهغوی په خواهشتانوباندی اوبیان دبرهان دی چه جنت په توحید اوپه اتباع د رسول اللّٰه ﷺ سره حاصلیږی (وَجْهَهُ) مراد دمخ نه ذات دی یاقصد کول دی او أَسْلَمَ، په معنیٰ دانقیادیاد اخلاص کولو دی اواشاره ده نفی دشرک ته په عقیده کښی (وَهُوَ مُحْسِنٌ) مراد احسان نه تابعداری د سنت ده -
[۱۱۳] داڅلورمه زورنه ده دیوبل حق کتاب اودین نه انکارکول لگه څرنگه چه بعضی ملایان فرعی اختلافات دی مقام ته اورسوی چه یوبل ته بدوائی اود داسی علماؤ مثال دامیانو دی ماجدی هم ددی په مثال کښی حنفیه شافعیه اشعریه اوماتریدیه لیکلی دی چه دیوبل تذلیل کوی (عَلَى شَيْءٍ) مراد ددی هغه دین دی چه په هغی سره نجات حاصلیږی (الْكِتَابَ) جنس کتاب مراددی یعنی تورات اوانجیل اوپه دی وخت هغه مجموعه ته عهدنامه عتیق وئیلی شی (مِثْلَ قَوْلِهِمْ) مثلیت په دعویٰ اورد کولو بی دلیله کښی مراد دی اومراد ددی نه مشرکان غیرکتابیان دی چه ټول کتابیان گمراه گنړی -