الم ۴۲ اَلٌبَقَرَة

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۱۰۷﴾ أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿۱۰۸﴾ وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۰۹﴾

آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً‌ خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی دآسمانونو اود ځمکی ده، اونیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک دوست اونه مددگار ﴿۱۰۷﴾
آیا تاسوغواړی چه تپوسونه اوکړئ (په طریقه داعتراض) درسول ستاسونه لکه څنگه چه تپوسونه کیدی شول د موسیٰ علیه السلام نه ددینه مخکښی، اوچاچه واخیستو کفر په بدله دایمان کښی پس یقیناً واوړیدو دبرابری لاری نه ﴿۱۰۸﴾
غواړی (په طریقه دارمان) ډیردکتاب والونه چه واړوی تاسو روستو دایمان ستاسونه کفرکوونکی په وجه دحسد (چه پیداشوی دی) دنفسونو ددوی نه روستوددینه چه ښکاره شودوی ته حق ، پس معافی کوئ اوبی پرواشئ ددوینه تردی پوری چه راوړی اللّه تعالٰی حکم خپل، یقیناً‌ اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قادر دی ﴿۱۰۹﴾

[۱۰۷] دا آیت دلیل دی چه نسخ د اللّه تعالٰی په اختیارکښی ده ځکه چه بادشاهی دهغه ده اوقانون دبادشاه درضا موافق وی اوپه دی کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی (وَلِيٍّ) دلته معنیٰ مالک دنفع اوضرر اوحفاظت کوؤنکی اونظام چلوونکی -
[۱۰۸] دا اول زجردی زورنه ده په اعتراض کولو په نبی ﷺ باندی - خطاب دی یهودیانو ته چه هغوی په دی نبی ﷺ شبهات اواعتراضونه کول لکه څنگه چه ددوی مشرانو په موسیٰ علیه السلام باندی دهغه دخفه کولو دپاره اعتراضونه کول - (وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ) مراد دتبدیل نه کفرکول دی په اعتراضونوکولوسره اوایمان نه راوړل دی - په آیت کښی احتمال شته چه مشرکانوته خطاب وی یا صحابوته خطاب وی لیکن اول قول غوره دی -
[۱۰۹] دادویمه زورنه ده په خلقو مرتدکولو سره اوپه داسی وخت کښی ئی مؤمنانوته پنځه آداب خودلی دی - په دی آیت کښی دهغه دوه ذکردی (حَسَدًا) په دی کښی اشاره ده چه داکارپه ددوی دیندارئ باندی بِنانه وؤ بلکه صرف دضد اوعناد په وجه سره وؤ (مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ) یعنی منشأ دحسد هم ددوی خبیث نفسونه او خواهشات دی (فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا) مراد دعفو نه معافی کول دی دهغه بدواقوالواو افعالونه چه ستاسوپه باره کښی صادریږی اود صفح نه ددوی ددوستانی اود محبت نه مخ گرځول مراد دی (يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ) مراد امرنه امردقتال دی دیهودیانوسره لیکن هرکله چه اذن دقتال ددوی راغلونوپه هغی سره دی آیت ته منسوخ نشی ویلی کیدی ځکه چه په منسوخ کښی غایة (انتها) دحکم ذکرنه وی اودلته خوپه حتی سره ذکردی -