الم ۴۱ اَلٌبَقَرَة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۰۴﴾​ مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۱۰۵﴾ مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۰۶﴾

ای ایمان والو مه وائی راعنا اووائی انظرنا، اوواورئ (په قبولیت سره) اوکافرانو لره عذاب درد ناک دی ﴿۱۰۴﴾
نه غواړی کافران دکتاب والونه اونه دمشرکانونه چه نازل کړی شی په تاسوباندی څه خیر (صافه کلمه) دطرفه د رب ستاسونه اواللّه تعالٰی خاص کوی په رحمت خپل سره چالره چه اوغواړی ، او اللّه تعالٰی لوئی فضل والا دی ﴿۱۰۵﴾
هغه چه منسوخ کړو مونږ یو آیت یائي هیرکړوستانه نوراوړو مونږغوره دهغی نه یاپه شان دهغی ، آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قادر دی ﴿۱۰۶﴾


[۱۰۴] داد څلورم سوال جواب دی سوال داوؤ چه اول به صحابه کرامو پیغمبرته راعنا وئیل اوپه دی کښی دیهودیانو تقلید کوؤ اومقصد ددوی داسی معنیٰ وه چه زمونږ لحاظ اوکړه - اودا معنیٰ صحیح ده بیایهودیانو دالفظ وئیل شروع کړل اومطلب ئی غلط وؤ - نو اللّه تعالٰی منع اوکړه نودوی اعتراض اوکړو چه مونږ سره ضد اوعنادکوی نومعلومه شوه چه ته نبی نه ئی دجواب حاصل دادی چه دالفظ اللّه تعالٰی ددی وجی نه منع کړی دی چه په دی کښی دشرک اوکفروهم دی دضد وجی نه نه دی منع شوی - تفصیل دراعِنَا دادی - ددی لفظ صحیح معنیٰ داده چه دادرعایت نه دی اوماتحت الاسباب رعایت دادی چه په خبروکښی توجه کولوکښی دچالحاظ اوکړی شی اودا معنیٰ صحابه کرامو مراد وه اونوری معنیٰ دکفر اوشرک دی هغه دادی (۱) رعایة ساتنه کول مافوق داسبابونه اود اللّه تعالٰی سیوا بل ساتونکی داسی نیشته لکه سورة انعام (۱۰۷) کښی دی (۲) راعنا په معنیٰ دکم عقل درعونت نه دی او نبی ﷺ ته دانسبت کفر دی (۳) داپه اصل کښی راعینا وو په معنیٰ دشپونکی اودانسبت هم نبی ته کفردی دوجی دبی ادبئ نه (۴) راعِی دمصر په اصطلاح کښی (لمر) معبود اکبرته وئیلی کیدی شو اودا په مصرکښی په زمانه دفرعون کښی لوئی معبود وؤ - یهودیانو هغه خبری ته اشاره کوله اوپه مؤمنانو کښی ئی دشرکی کلماتو اشاعت کول غوختل دکافرکولودپاره نومعلومه شوه چه راعِنَا مشترک لفظ دی اوداموهم دشرک دی نوکه څوک ددی نه روستنئ معنیٰ اراده کوی نوغین شرک دی اوکه اوله معنیٰ اراده کوی نوموهم لفظ دی اوویل ئی حرام دی -
فائده: دغی آیت کښی دلیل دی په دی خبره باندی چه کوم لفظ‌ کښی وهم وی دکفراوشرک اوشرع کښی دهغی دجواز دپاره ښکاره دلیل نه وی نودهغی وئیل حرام دی - لکه مَاشَاءَ اللّه وشِئتَ، دَافِعُ البَلاءِ وَالوَبَاءِ - (درودتاج) عبدالنبی عبدالرسول نومونه، په دعاکښی په حق د فلانکی په برکت دفلانکی وئیل ، لفظ دحضور او حضرت غائب شخص ته ویل داټول موهومات دی ددی نه ځان ساتل لازم دی -
[۱۰۵] دی کښی زورنه ده په عناد دیهودیانو باندی - اوپه دی کښی دمخکښی حکم دپاره دوه وجی ذکرکوی اوله وجه سخت بغض او حسد دیهودیانوستاسو سره نودهغوی تقلید مه کوئ - دوهمه وجه په تاسو د اللّه تعالٰی خاص رحمت او فضل دی نودتقلید دیهودیانو په وجه داپه ځان باندی مه بندوئ (مِنْ خَيْرٍ) هرانعام مراد دی که وحی وی اوکه علم دحق وی اوکه پاکه کلمه وی لکه لفظ د انظرنا -
[۱۰۶] په دی آیت کښی جواب دپنځم سوال دی دوی وئیل چه ته کله یوحکم کوی اوکله دهغی خلاف کوی نومعلومه شوه چه ته په خپل کارکښی پریشان ئی پیغمبرنه ئی اوداسوال هم دراعنا بدلولو نه پیدا شو - جواب اوشو چه احکاموبدلول د اللّه تعالٰی دقدرت نښه ده اوبادشاهی داللّه تعالٰی ده نواحکام بدلول دهغه اختیار دی- نسخ، دمتقدمینوعلماؤ په نزد مطلق بدلولو ته وائی نوپه دی معنیٰ دپنځه سوه نه زیات آیاتونه منسوخ دی اوپه نزد دمتأ خرینوعلماؤحکم بدلول یا تلاوت ختمول دی په داسی طریقه چه هغه حکم باالکل ختم شی اوپه هغی باندی عمل کول منع وی په دی معنیٰ باندی ددوی په نزد شل آیاتونه منسوخ دی اودشاه ولی اللّه په نزد صرف پنځه آیاتونه منسوخ دی - اوزمونږ مشایخوپه نزد په دغه پنځه آیاتونوکښی داسی معنیٰ شته چه په هغی سره نه منسوخ کیږی اگرچه په یومعنیٰ سره منسوخ دی - نومطلب دادی چه آیت منسوخه دقرآن دحکم نه باالکل نه خالی کیږی (مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا ) آیة نه مراد تلاوت دآیت ياحکم دهغی یا دواړه دی فرق په منځ د نسخ او انساء کښی په څوطریقو سره دی - اوله طریقه نسخ ختم کول دحکم یادتلاوت یا دواړه اوانساء په ځای باندی باقی پریخودل ، دوهم فرق بدلول دتلاوت صرف اوانساء بدلول دحکم دریم فرق دمخکی په عکس سره دی - څلورم بدلول دآیت په بل سره اوانساء پریخودل بغیردبدل راوړلونه (بِخَيْرٍ مِنْهَا) خیرهغه دی چه ثواب او منفعت اومصلحت او سهولت ئی ډیروی (أَوْ مِثْلِهَا) په عمل یا ثواب کښی دمخکی برابروی لیکن مصلحت سره ښه موافق وی -