وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۲﴾ وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ خَيْرٌ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۳﴾
اوتابع شول دوی دهغه څه چه لوستلو به شیطانانو (جنی او انسی) په زمانه د بادشاهئ د سلیمان علیه السلام کښی اوکفر نه ووکړی سلیمان علیه السلام اولیکن شیطانانو کفرکؤو چه خودلوئی خلقوته جادو، اوهغه څه نازل کړی شوی ؤو په دؤو ملائکوباندی په بابل ښارکښی چه هاروت او هاروت ؤو اوخودنه نه کوله دی دواړو هیچاته تردی پوری چه دوی به اوویل (په طریقه دنصیحت) یقیناً مونږستاسو دپاره امتحان یو پس کفر مه کوه (په سحر سره) پس ایزده کؤو به دوی ددی دواړونه هغه څه چه جدائی به ئی راوستله دوی په هغی سره په منځ دسړی او دښځه هغه کښی، اونه وو دوی نقصان ورکوونکی په هغی سره هیچاته مگرپه حکم د اللّه تعالٰی سره اوایزده کوو به دوی هغه څیز چه نقصان به ئی ورکوو دوی ته اونفع به ئی نه ورکوله دوی ته اوپه تحقیق سره دوئ پوهیدل چه خامخا چاچه واخیستو سحر نیشته ده لره په آخرت کښی هیڅ حصه اوخامخا بددی هغه څه چه دوی خرڅ کړی دی په هغی سره ځانونه خپل که دوی پوهیدی ﴿۱۰۲﴾
اوکه چیری دوی ایمان راوړی وی اوځان ئی ساتلی وی (دشرک او جادونه) نوخامخا بدله دطرف د اللّه تعالٰی نه غوره ده، که دوی پوهیدی ﴿۱۰۳﴾
[۱۰۲] په دی آیت کښی د دوهم او دریم سوال جوابونه دی اول سوال په باره د سلیمان علیه السلام کښی دی سوال داوؤ چه سلیمان علیه السلام خو تهٔ ای پیغمبره په سلسله د انبیاؤ کښی ذکرکوی اوحال داچه هغه جادوگروو - نوته دجادوگرضفت کوی نومعلومه شوه چه ته نبی نه ئی؟ نودهفی جواب اوشو چه سلیمان علیه السلام جادوگرنه وو شیطانانو جادو کوو - اودهغی تفصیل دادی چه سلیمان علیه السلام دجادو کتابونه جمع کړه اوشیاطین ئی قید کړل او خپله خاص کوټه کښی دتځت لاندی هغه کتابونه خخ کړل ددی دپاره چه جادو ختم شی هرکله چه سلیمان علیه السلام وفات شو نوشیطانانو خلقو ته اوئيل چه سلیمان علیه السلام په جادوسره بادشاهی کوله اوهغه کتابونه ئی را ویستل اوخلقو دجادو علم شروع کړو (مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ) شیطان انسی اوجنی دواړه مراد دی یاصرف انسی ځکه چه دجنی نه انسان زد ه کړه نشی کولی (عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ) په زمانه د بادشاهئ د هغه کښی یاپه مقابله دبادشاهئ د هغه کښی - (يُعَلِّمُونَ النَّاسَ) دلیل دی چه تعلیم دسحرداشاعت اوعمل دپاره کفردی (وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ) دا د دریم سوال جواب دی سوال داوؤ چه تا جادوته کفراوئیل اوحال داچه دا آسمانی علم دی اللّه تعالٰی ملائکو ته خودلی وو اوته دی علم ته کفروائی معلومه شوه چه ته نبی نه ئی؟ جواب اوشو چه دا علم ملائکو ته ورکړی شوی وو دخلقو دامتحان دپاره، نه ددی دپاره چه جائز دی نوهغوی به خلقوته ددی بیان اوکړو چه فلانی الفاظ او فلانئ طریقه اوشی نودا سحردی ځان ترینه بچ کړئ - نودی خلقو به زده کړو اوعمل به ئی پری کوؤ - اوداغوره قول دی په دی کښی نور اقوال شته هغه تفسیر احسن الکلام کښی اوگورئ لیکن هغه قصه چه مفسرینولیکلی ده چه په هغه کښی ذکردبدکارئ دزهره سره اودزهره نه ستوری جوړیدل اودوی له دبابل په کوهی کښی سزاورکول داټول اسرائیلیات دی (وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا) یعنی اول به ئی ورته دنصیحت په طور سره اوویل چه مونږستاسودپاره امتحان یو یعنی مه ایزده کوئ اوعمل پری مه کوئ (مَا يُفَرِّقُونَ) یومطلب دادی چه جادو به ئی اوکړو دښځی او خاوند جنگ او اختلاف به ئی پیدا کړو دوهم مطلب دادی چه دوی به جادو زده کړو نوکافراو مشرک به شول نونکاح به ئی مات شو (وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ) دادواړه جمله دلیل دی چه په سحرکښی اللّه تعالٰی تاثیراچوی اثرداللّه تعالٰی په حکم سره کوی دچانظربند کړی دچاژبه بنده کړی دچا خیال اودچا عقل گډوډ کړی لیکن سحرحرام اوباطل اوکفردی (وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ) په دی کښی نورو علمونوته اشاره ده چه دین ته نقصان رسوی فلسفه، نجوم او کهانت وغیره -
[۱۰۳] دادعوت ددوی دی ایمان ته اوتوبی کولوته دټولوگناهونونه په دوه شرطونو سره اول حقیقی ایمان دوهم تقویٰ دکفراوشرک وغیره نه -