مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ ﴿۹۸﴾ وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلَّا الْفَاسِقُونَ ﴿۹۹﴾ أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۰﴾ وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۱﴾
څوک چه وی دشمن د اللّه تعالٰی اود ملائکو دهغه اودرسولانودهغه اود جبرئیل علیه السلام اودمیکائیل علیه السلام پس یقیناً اللّه تعالٰی دشمن دی دکافرانو ﴿۹۸﴾
اوپه تحقیق سره نازل کړی دی مونږتاته آیاتونه ښکاره (مضمون والا) او نه کوی کفرپه هغی سره مگرنافرمان خلق ﴿۹۹﴾
آیا هروقت چه لوظ اوکړی دوی لوظ، مات کړی هغه یوه ډله ددوینه، بلکه ډیر ددوی نه ایمان نه لری ﴿۱۰۰﴾
اوهرکله چه راغی دوی ته رسول دطرف د اللّه تعالٰی نه تصدیق کوونکی دی دهغه کتابونو چه ددوی سره دی نواوغورځوو یوی ډلی د هغه کسانونه چه ورکړی شوی دی دوی ته کتاب، کتاب داللّه لره روستودشاگانو خپلونه گویا که دوی نه پوهیږی ﴿۱۰۱﴾
[۹۸] په دی آیت کښی زورنه ده په دشمنئ دجبرئیل باندی اودابل جواب دی - مطلب دادی چه دجبرئیل دشمنی د اللّه تعالٰی اودټولو رسولانو او دټولو ملائکو ددشمنئ سره یوشان ده اوداکار دکفردی (وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ) دوی په ملائکه کښی داخل دی لیکن ددوی خاص ذکرئی ددی وجی نه کړی چه بحث په دوی کښی وو دیهودیانوسره -
[۹۹] په دی آیت کښی زورنه ده په انکاردقرآن کریم اودهغی په وجه فسق اعتقادی دی - اوداهم جواب دی چه دا آیات بینات په واسطه دجبرئیل سره نازل شویدی اوکفرددی سبب دی دفسق اعتقادی -
[۱۰۰] په دی کښی زورنه ده په بی لوظی ددوی باندی اوپه عدم دایمان - نوداهم دجواب سره متعلق دی چه دوی هرعهد ماتوی اوبی ایمانی کوی نودوی ولی په جبرئیل باندی اعتراض کوی (بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ) دا اکثرهم دغه فریق دی اشاره ده چه فریق لږنه دی ډیردی يادا اکثرغیردی ددغه فریق نه یعنی فریق خوعهد منلی دی خومات کړیدی اوډیرپه دی کښی داسی دی چه دسَرهٔ عهد نه منی - او دلته هغه عهود مراددی چه په دی سورة کښی مخکښی باربار په لفظ دمیثاق سره ذکر شوی دی -
[۱۰۱] دا زورنه په دی باندی چه دوی په کتاب خپل عمل پریخودو او دغی رسول نه ئی انکار اوکړو اوداهم په سبب ددشمنئ دجبرئیل سره -
فائده ۱: که کتاب په ریښمو کښی محفوظ ساتی اوعزت ئی کوی لیکن عمل پری نه کوی نو دغی ته غورزول وائی - دغسی کار یهودیاتو خپل کتاب سره کړی وو -
فائده ۲: په دغی آیت کښی دلیل دی چه کوم عالم په علم خپل عمل نه کوی نوهغه په شان دامیانو جاهلانو دی -