الم ۳۸ اَلٌبَقَرَة

قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۹۴﴾وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۹۵﴾وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَنْ يُعَمَّرَ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۹۷﴾

که وی ستاسو دپاره کور روستنی (جنت) په نزد د اللّه تعالٰی یواځی بغیرد نوروخلقو نه، پس اوغواړی مرگ (په دروغژنوباندی) که تاسو ئی رشتینی ﴿۹۴﴾
اوهیڅ کله دوی نه غواړی مرگ چری په وجه دهغه عملونو چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی، او اللّه تعالٰی پوهه دی په ظالمانوباندی ﴿۹۵﴾
اوخامخا ته اوبه مومی ته دوی لره ډیرحرص ناک دخلقونه په ژوند دنیوی باندی اودهغه کسانونه چه شرک ئی کړی دی، غواړی هریو ددوی نه چه عمرورکړی شی زرکاله، اونه دی هغه بچ کؤونکی هغه لره دعذاب نه عمرورکیدل، او اللّه تعالٰی لیدونکی دی هغه چه دوی څه عملونه کوی ﴿۹۶﴾
اُوایه څوک چه وی دشمن دجبرئیل علیه السلام (هغه تباه دی) پس یقیناً دهٔ راوړی دی داقرآن په زړه ستاباندی په حکم د اللّه تعالٰی سره رشتینی کوونکی دی دهغه کتابونوچه مخکښی دده نه دی اولار خودونکی دی اوزیری دی خالص ایمان والو لره ﴿۹۷﴾

[۹۴] په دی آیت کښی ذکردمبالهی دی دیهودیانوسره مطلب دادی که تاسوجنتیان ئی اوپه حقه ئي نوراځئ چه اللّه تعالٰی ته عاجزی اوکړو چه څوک چه دروغژن وی نوپه هغه دی مرگ راشی اوداسی په سورة جمعه (۶) کښی دی - دلته په (۸۰ او ۱۱۱) کښی ددوی دعویٰ دجنت ذکر ده ددی وجی نه دلته ئی (الدَّارُ الْآخِرَةُ) ذکرکړو اوسورة جمعه کښی دوی دعویٰ دولایت کړی وه ځکه هلته ئی اولیاء ذکر کړی دی - (فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ) مراد ددی نه طلب دمرگ دی په دروغژن باندی اودا تفسیر ابن کثیر غوره کړی دی اوبل ئی رد کړی دی -
[۹۵] په دی کښی دلیل یقینی دی په اخبارد اللّه تعالٰی سره چه دوی مباهله نشی کولی (وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ) تمنا خوطلب په زړه سره دی لیکن دلته مراد په ژبی سره غوختل دی (أَيْدِيهِمْ) مراد ددی نه نفسونه دی لیکن اکثرکارونه په لاسونو سره کیږی ددی وجی نه ایدی ئی ذکر کړو -
[۹۶] دادوهمه وجه دانکارده (أَحْرَصَ النَّاسِ) هرانسان طبعی طورسره ژوند غواړی لیکن یهود ډیرحرصناک دی (وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا) مراد ددی نه مجوسیان او امیان مشرکان دی چه عقیده د بعث بعدالموت نه لری، زرکاله په دی وجه ذکرشول چه په هغه زمانه کښی دامشهوره دعا وه چه ستادی زرکاله عمرنصیب شی - اودا یهودیانو د مجوسیانونه عادت اخیستلی وؤ -

[۹۷] ددی آیت نه تر (۱۷۶) پوری دوهمه حصه ده په باره درشتینوالی درسول کی په جواباتو دنهه اعتراضونوسره اوپه دی حصه کښی څلوربابونه دی - اول باب ددی آیت نه تر (۱۲۳) پوری دی - په دی کښی اول دپنځه سوالونوجوابات دی بیا پنځه زورنی دی بیا د دوو سوالونو جوابونه دی - بیا پنځه خبری دی متعلق درسالت سره اوپه دی کښی داول سوال جواب دی - سوال داوو چه په تاباندی وحی جبرئيل راوړی اوهغه زمونږ دشمن دی اووجه ددشمنئ داده چه ده زمونږ نه وحی بنی اسماعیلو ته نقل کړه نو مونږ دهغه رواړی شوی کتاب اورسالت نه منو ، نوجواب اوشو حاصل دجواب دادی چه جبرئیل علیه السلام دا وحی په اذن د اللّه تعالٰی سره راوړی اوپه دی وحی (قرآن) کښی اعلیٰ صفات د صدق دی ، مصدق، هدیٰ ، بشریٰ - معنیٰ د بشریٰ داده چه مؤمنان ددی په اوریدلوسره او لوستلو سره هروخت داسی خوشحالیږی چه خوشحالی ئی په مخونوکښی ښکاره کیږی -