الم ۱۵ اَلٌبَقَرَة
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۹﴾ وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾
اللّه تعالٰی خاص هغه ذات دی چه پیداکړی دی ستاسو فائدی د پاره هغه څیزونه چه زمکه کښی دی ټول - بیا اراده اوکړه اللّه تعالٰی آسمان ته، پس برابرجوړکړل اووه آسمانونه، اوهغه اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوهه دی ﴿۲۹﴾
اوکوم وخت اوویل رب ستا ملائکو ته یقیناً زه جوړوم په زمکه کښی فیصلی کوونکی، اوویل دوی آیا جوړوی (خلیفه) په دی کښی هغه څوک چه ورانی به کوی په دی کښی اوتویه وی به وینی په ناحقه سره او مونږپاکی وایو سرهٔ د ستائینی ستانه اویادؤوتاپه پاکئ سره (یاځان ساتودگناه نه ستادویری دوجی نه) اوویل اللّه تعالٰی یقیناً زه پوهیږم په هغه څه چه تاسوپه هغی نه پوهیږئ - ﴿۳۰﴾
[۲۹] داآیت بل دلیل دی په توحید اوقیامت باندی چه اللّه تعالٰی واکدار دی اوپوهه دی په هرڅه باندی اوداذکر ددوهم انعام دی چه داټول څیزونه ئی ستاستو فائدی دپاره پیداکړی دی - د اللّه تعالٰی مخلوق دوه قسمه دی یو خالص خیر اوبل هغه چه خیرئی ډیروی اوشرپکښی لږوی داسی څیز اللّه تعالٰی نه دی پیداکړی چه هغه خالص شروی یائي شرغالب وی په خیرباندی اگرچه مونږدبعضی څیزونو په خیرباندی نه پوهیږو اودارنگ په هرڅه کښی دافائده شته چه د اللّه تعالٰی په وجود اوپه توحید باندی دلالت کوی - ددی آیت نه او د حٰمٓ سجده (۹) آیت نه ښکاره معلومیږی چه زمکه او دهغی څیزونه دآسمان نه وړاندی پیدا کړی دی اودآیت د سورة نازعات (۳۰) ددی په عکس سره معلومیږی - مفسرینو ډیرجوابونه کړی دی غوره جواب دابن عباس رضی اللّه عنهما نه بخاری نقل کړی دی چه پیدایش دزمکی او تقدیر دڅیزونو مخکی دی په پیدایش دآسمانونو باندی اوغوړل دزمکی د پیدایش د آسمانونونه روستو دی او بل جواب دادی چه سوره نازعات کښی بَعْدُ په معنیٰ د مع دی په معنیٰ دروستوالی نه دی - واللّه اعلم باالصواب -
[۳۰] دلوی شان دآدم علیه السلام دی - خلیفه نه مراد حاکم دی یا روستو راتلونکی دپیریانونه د اللّه تعالٰی نائب نشی کیدی نائب معنیٰ کول غلط ده (وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ) هرکله چه دزمکی څیزونه دفائدی دپاره وؤ اوس ذکرکوی چه دهغه نه دفائده اخستلو دپاره د بنی آدمو خلافت پکاردی اوددغه خلافت دپاره د څیزونو د زمکی د نومونو اوفائدی علم ضروری دی (قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا) دا تپوس دپاره د حکمت طلب کولو دی په خلیفه جوړولو دآدم علیه السلام کی (مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا) داعلم ملائکو ته اللّه تعالٰی ورکړی وؤ یادلفظ دخلیفه نه ئی استنباط اوکړو (نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ) تسبیح د اللّه تعالٰی پاکوالی دهغه دی دنقصاناتونه چه دالوهیت سره منافی دی اوداللّه تعالٰی صفات سلبیه ته اشاره ده او (نُقَدِّسُ) په دی کښی عظمت دذات د اللّه تعالٰی مراد دی یا عصمت دملائکو دگناهونونه مراد دی -