الم ۱۴ اَلٌبَقَرَة

إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۲۷﴾ كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنْتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۸﴾

یقیناً اللّه تعالٰی شرم نه کوی (نه پریږدی بیان) دبیانولو دمثال نه په ماشی سره پس زیات د ماشی نه پس هرچه هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی پس هغوئ پوهیږی چه دا (مثال) برابردی دطرف درب ددوی نه ﴿۲۶﴾
داهغه کسان دی چه ماتوی لوظ د اللّه تعالٰی روستو د پوخ والی دهغی نه - او پری کوی هغه څیزچه حکم کړی دی اللّه تعالٰی په پیوست والی دهغی سره، اوروانی کوی دوی په دنیا کښی، دغسی کسان خاص دوئ (پوره) تاوانیان دی - ﴿۲۷﴾
څنگه تاسو کفرکوئ په اللّه تعالٰی باندی (په بندگئ دماسوااللّه ) اوحال داچه تاسو نیشت وئی پس ژوندی ئی کړئ تاسو بیا به مړه کړی تاسو بیابه ژوندی کړی تاسو بیابه خاص اللّه تعالٰی ته اوگرځولی شئ ﴿۲۸﴾

[۲۶] داد اعتراض جواب دی په بیان دحکمت دمثال سره هرکله چه مخکی په الذی استوقدنارا اوکصیب سره مثالونه ذکرشول نودوی اعتراض اوکړو - اعتراض دادی چه دی کتاب کښی دمعمولی اوسپک څیزونوذکر او مثالونه دی نومعلومه شوه چه داد اللّه تعالٰی کتاب نه دی (لَا يَسْتَحْيِي) حیاء صفت د اللّه تعالٰی ثبوتی دی لکه په حدیث سره ثابت دی اودلته دهغه صفت سلبیه خاصه دی (بَعُوضَةً) نری ماشی ته ویلی شی (فَمَا فَوْقَهَا) زیات دماشی نه په سپکوالی کښی لکه وزر د ماشی اوزیات دماشی به په بدن کښی لکه مچ وغیره وزر دماشی ددنیا په مثال کښی په حدیث کښی ذکر دی (يُضِلُّ بِهِ) گمراه کول او هدایت کول د اللّه تعالٰی اختیار او قدرت دی اوهغه ددی خالق دی ددی وجی نه هغه ته نسبت حقیقتاً کولی شی اوشیطان او نور اسبابوته سببی نسبت کیدی شی (فَاسِقِينَ) ددی نه مراد هغه کسان دی چه په نافرمانئ کښی پوره وی او هغه کافروی - اشاره ده چه سبب د زیادت دگمراهئ‌ ددوی فسق کامل دی حاصل دجواب دادی چه په مثال کښی اول حکمت تمییزخودل دی په مینځ دمؤمن او کافرکښی او دوهم حکمت فرق د اثارو دی په مينځ ددواړو فریقو کښی -
[۲۷] په دی آیت بیان دصفاتودنافرمانو دی (چه اعتراض کوی په قران باندی) (عَهْدَ اللَّهِ) لوظ د اللّه تعالٰی په باره دتوحید کښی دی اوهفه ئی پوخ کړی دی په رسولانو اوکتابونو خپلوسره او دهغی ماتول کفر او شرک او نفاق دی اودلته عهد ئی مشابه کړی دی درسئ سره چه په نقض (سپړدلو) سره هغه بی کاره شی (أَنْ يُوصَلَ) ددی نه مراد ټول رسولان او کتابونه منل دی اوټول دین اسلام قبلول او د اللّه تعالٰی ټول احکام اودرسول ټولی طریقی منل دی اوپه پوره اسلام کښی داخلیدل اوصله رحمی (خپلولی) په کښی داخل ده - څوک چه بعضی منی او بعضی نه منی نوهغی وصل پری کوی (مَا أَمَرَ اللَّهُ) دلیل دی چه بعضی خپلولی قطع کول پکاردی چه اللّه تعالٰی په هغی ناراض وی دمشرک او بدعتی سره قطع ضروری ده (وَيُفْسِدُونَ) مراددی نه په قرآن باندی اعتراض کول او د نبی ﷺ دتابعدارئ نه خلق منع کول دی - دادری واړه گناهونه جداجدا صفات دمشرکانوکافرانواومنافقانو دی یاهریوگناه چه دی نوپه هغی کښی دادری واړه صفتونه جاری کیږی (أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ) خسران نقصان او تاوان ته وئیلی شی هرهغه څوک چه یو عمل اوکړی اوپه هغی سره ورته اجرنه ملاویږی نودغی ته خسران وئیلی شی اوپه آخرت کښی خسران هلاکت او تباهی ته وئیلی شی اودلته کامل تاوان مراد دی -
[۲۸] دابل دلیل دی په مسئله دتوحید باندی چه ( اعْبُدُوا رَبَّكُمُ) ده اوذکردانعام دی د څلورو انعاماتوعامونه هغه داچه تاسو ته حیاة (ژوند) اللّه تعالٰی درکړی دی نود هغه بندگی خاص کړئ - په دی آیت کښی دانسان څلورحالات ئی ذکرکړی دی دوه کرته مرگ او دوه کرته ژوند داسی په حٓم مؤمن (۱۱) کښی شته اودمرگ نه مراد هغه حال دی چه انسان نطفه وه یعنی بی ساه ته وئیلی شی - دوهم مرگ عام مرگ دی ـ اول ژنود دنیا ژوند دی دوهم ژوند دآخرت دی دا دواړه حقیقی ژوندونه دی چه روح دبدن سره تعلق لری اوبرزخی ژوند هم په نورو دلیلونو د شرع سره ثابت دی لیکن په هغی کښی دروح تعلق دبدن سره نیشته نوهغه حقیقی ژوند نه دی له دی وجی نه په دی آیت کښی د هغی ذکر نیشته - او چاچه په دی آیت کښی برزخی ژوند هم شمار کړی دی نوهغه قول ضعیف دی اوتفسیر ددی آیت په سورة مؤمنون کښی (۱۲) نه تر (۱۶) پوری شته اوهرکله چه دقبرژوند حقیقی ژوند نه دی نودمړی دپاره اوریدل او لیدل ثابت نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>