الم ۱۳ اَلٌبَقَرَة
فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿۲۴﴾ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵﴾
پس کچری اونکړو تاسو داکاراو هیچری به اونکړی شئ پس ځان بچ کړئ (په قبلولو دتوحید سره) داورنه هغه چه خشاک د هغی خلق دی (مشرکان) اوکانړی دی تیارکړی شوی دی دپاره (دعذاب) دکافرانو ﴿۲۴﴾
اوزیری ورکړه هغه کسانو ته چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه ئي کړی دی په طریقه د پیغمبر ﷺ چه یقیناً ددوی دپاره باغونه دی چه بهیږی دلاندی د اونو دهغی نه ولې (څلورقسمه) هروخت چه ورکړی شی دویته د هغی نه څه میوه دپاره دخوراک وائي به دوئ - داهغه څیزدی چه راکړی شوی دی مونږته ددی وړاندی اورابه وړیشی دویته دغه رزق یوشان اودپاره ددوی په دغی جنتونوکښی بیبیانی پاکی کړی شوی به وی اودوی به په جنتونوکښی همیشه وی ﴿۲۵﴾
[۲۴] (وَلَنْ تَفْعَلُوا) دامستقل اعجاز د نبی ﷺ او دقرآن دی ځکه چه دا پیشنگوئی تراوسه پوری ریشتینی ده (فَاتَّقُوا النَّارَ) (ویره د عذاب دآخرت نه ورکوی) خشاک دهغی خلق دی یعنی خشاک په شان به پکښی سوځی اومراد دهغی خلقو نه کافران دی لکه په سوره آلعمران (۱۰) کښی دی (الْحِجَارَةُ) هغه گټی چه دوی دهغی نه معبودان جوړکړی دی یائ په قبرونو دبزرگانو لگولی اوایښی دی اوځان پوری مخی اوښکلوی په نیت دتبرک سره یاکاڼی د گوگړو مراد دی لپاره دتیزولو داور یاعام کاڼی مراد دی ځکه چه عامی گټی هم د دنیا په اور کښی نه سوځی داخصوصیت داور دجهنم دی -
[۲۵] دازیری دآخرت دی په ایمان او نیک عمل سره نیک عمل هغه دی چه په هغی باندی شرعی دلیل وی او دهغی دوه شرطونه دی دشرک اوریا نه خالی اوپه طریقه د نبی ﷺ سره وی (هَذَا الَّذِي) یوتفسیر دادی چه دابدله دهغه عملونو ده چه توفیق ئي راکړی شوی دی مونږته مخکښی په دنیا کښی اورابه وړی شی دابدله مشابه دعمل سره او غوره اومشهورداده چه په جنت کښی به هرکرت میوی به دمخکښی کرت سره مشابه وی په رنگ کښی اوجداجدا به وی په مزه کښی نو په دی کښی اظهار دقدرت د اللّه تعالٰی دی (أَزْوَاجٌ) هغه بیبیانی چه خاوندانوسره پوره موافقت او جوړخ لری دنیوی بیبیانی او حورې - (مُطَهَّرَةٌ) بدنونه او اخلاق به ئی دهرقسم گندگئ او قباحت نه پاک وی (خَالِدُونَ) جنت او دهغی نعمتونه او جنتیان به هیڅکله نه فنا کیږی -