الم ۱۲ اَلٌبَقَرَة

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۲﴾ وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۳﴾

هغه ذات چه جوړه کړی ده ستاسو لپاره زمکه غوړیدلی (بستره) اوآسمان چت، او راوروی د آسمان دطرف نه اوبه، پس را اوباسی په دی اوبوسره میوی غلی دپاره دفائدی ستاسو، پس مه گنړ ی اللّه لره شریکان، اوحال داچه تاسو پوهیږئ (چه داکارونه اللّه تعالٰی کوی) ﴿۲۲﴾
اوکه ئی تاسوپه شک کښی دهغه څیزنه چه نازل کړی دی مونږ (لږلږ) په بنده خپل باندی پس راوړئ یوه سورة په شان ددې قرآن - اورا اوغواړئ مددگاران خپل سیوا د اللّه تعالٰی نه که ئی تاسو ریښتینی (چه دا مددکولی شی، یاداللّه تعالٰی کتاب نه دی) ﴿۲۳﴾

[۲۲] په دی آیت کښی څلور عقلی دلیلونه دی علوی (بره) سفلی (ښکته) وسطی (مینځ کښی) اوپه دی کښی بیان دمواد دتربیت دی (فِرَاشًا) تشبیه دفراش سره دامعنیٰ ده چه نه ډیره نرمه ده اونه ډیره سخته ده (رِزْقًا) مراد ددی لوئ فائدی دی دخوراک، سکاک، میوی، علاج، دوایانی، معدنیاتونه فائدی اخیستل په کښی داخل دی (أَنْدَادًا) نِد په اصل کښی برابرمخالف ته وائی لیکن مراد ددی نه مطلق شریک دی که بتان وی او که روح او عقل والاوی اواکثرپه ناکاره علماء اوپیرانوکښی استعمالیږی -
[۲۳] په دغی آیت کښی صدق د رسول او دکتاب دی په تحدّی سره (مقابله طلب کول دقرآن) یا په طلب دمناظری کولو سره (عَلَى عَبْدِنَا) دا اعلی صفت دی د رسول ﷺ په سبب دبیان کولو د اعبدواربکم - (مِنْ مِثْلِهِ) ضمیرمانزلنا ته راجع دی مراد ددی نه قرآن په شان په نزول من اللّه کښی اوپه اعلٰی درجه دهدایت او فصاحت اوبلاغت کښی (شُهَدَاءَكُمْ) ددوی معبودان مراد دی چه دوی به مددگاران حاضر او ناظر گنړل، دارنگ شهداء عالمانوته هم وائي، دارنگ شُهداء گواهی ورکؤنکو ته هم وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>