الم ۱۶ اَلٌبَقَرَة
وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۱﴾ قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۳۲﴾
اواخودل ئی (په فطری طریقه) آدم علیه السلام ته نومونه سره دفائدو نه دټولو څیزونو بیائي وړاندی کړل دغه څیزونه ملائکو ته، پس اوویل اللّه تعالٰی خبرراکړی ماته په نومونو (اوفائدو) ددی څیزونوکه ئي تاسو ریشتینی ﴿۳۱﴾
اوویل دوئ: پاکی ده تالره (دشریک دعلم نه) نیشته هیڅ پوهه مونږله مگردومره چه تاپوهه راکړی ده مونږته یقیناً صرف ته په هرڅه پوهه ئی اوپوخ کاروالائي ﴿۳۲﴾
[۳۱] اسماء نه مراد نومونه دی سرهٔ دمنافعو دهغی نه اودټول نه مراد هغه څیزونه دی چه دانسان د ضروریاتو دژوند سره تعلق لری او خلافت چلولوسره تعلق لری (وَعَلَّمَ) تعلیم د اللّه تعالٰی انبیاء علیهم السلام ته په طریقو دوحی سره وی اودارنگ تعلیم استعدادی ئی په هغی کښی پیداکړو (كُلَّهَا) دیته کل داستغراق عرفی وئیلی شی هرڅیزاو هر ذره ذره پکښی داخل نه دی (صَادِقِينَ) دلته صدق په مقابل د خطا کښی دی په مقابله ددروغوکښی نه دی -
[۳۲] دادلیل نقلی دی دملائکونه چه دوی په هرڅه نه پوهیږی - نوعلم غیب دهغوی نه نفی دی لفظ د سبحانک هم کلمه دتوحید ده -