وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۱ الأحزاب
إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا ﴿۵۷﴾ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا ﴿۵۸﴾
یقیناً هغه کسان چه خفه کوی اللّه تعالٰی او رسول دهغه لعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی په دنیا او آخرت کښی اوتیارکړی دی دپاره ددوی عذاب ذلیلوؤنکی ﴿۵۷﴾
او هغه کسان چه خفه کوی مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه بغیر دجرم نه چه دوی کړی وی نویقیناً پورته کړه دوی (په ځان باندی) بدنامه او گناه ښکاره ﴿۵۸﴾
[۵۷] په دی آیت کښی تخویف دی په عدم احترام د اللّه تعالٰی اود رسول سره روستو دذکرکول داحترام دهغه نه (يُؤْذُونَ) ایذاء د اللّه تعالٰی نسبت کول دی هغه ته د ولد او او دشریک اود ښځی اوتوصیف دهغه په صفتونو او اسماؤ سره لکه چه یهودیانو وئیل يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ، إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ ، اودارنگ هرقسم شرک کول اود هغه دصفتونو نه انکارکول اودهغه تشبیه کول د مخلوق سره - او مخالفت کول دهغه د اوامرو او نواهی ته هم شامل دی - او رسول اللّٰه ﷺ ته ایذا ورکول په اقوالو سره داده چه هغه ته ساحر، کاهن، شاعر، مجنون وغیره وائی اودارنگ هغه صفتونه د اللّه تعالٰی سره مشابه کوی یا په هغه باندی اعتراضونه او طعنونه کوی - او ایذاء په اعمالو کښی داده چه په احد کښی دهغه سرمبارک او مخ مبارک او غاښ مبارک ئی زخمی کړی اومات کړی وؤ اوپه مکه کښی دهغه دپاسه ئی لری او کلمی دځناورو اچولی وی اودهغه نور بی عزتی ئی کړی وه اودارنگ ایذاء په عملونو کښی دهغه دسنت طریقی نه خلاف کول او دهغه په سنت باندی دبل عالم، یاشیخ، یا استاد پیر وغیره طریقی مخکښی گنړل دی -
[۵۸] په دی آیت کښی هم تخویف دی په تکلیف رسولو سره مؤمنانوته که سړی وی اوکه زنانه وی - اذیت داهل ایمان په اقوالو او افعالودواړوسره حرام دی - اقوال دادی کنځل کول، توهین کول، غیبت کول، بهتان تړل، په هغوی باندی، دنسب په وجه سره سپکول وغیره او افعال دادی وهل دهغوی هغوی ته سپک کتل - په مؤمنانو زنانوپسی گرځیدل اوهغوی ته کتل دهغوی بی پردی کول وغیره - قرطبی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی اذیت د اللّه اودرسول کفرگرځولی دی اواذیت دمؤمنانو ئی گناه کبیره گرځولی دی - په دی آیت کښی لوی تخویف دی شیعگانو او روافضواو دشمنانود صحابه کرامو ته چه په اعتماد کولوسره په موضوعی اوضعیف تاریخی روایتونو سره په پیغمبراوصحابه کرامو پسی بدرد وائی -