وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۰ الأحزاب
إِنْ تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۵۴﴾ لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۵۵﴾ إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾
که چیرئ ښکاره کوئ تاسو څه څیز یائی پټ کوئ نویقیناً اللّه تعالٰی په هر څیزباندی ښه پوهه دی ﴿۵۴﴾
نیشته په دوی (زنانؤ) باندی په باره دپلارانو ددوی اونه په ځامنوددوی اونه په رونړو ددوی اونه په رویرونو ددوی کښی او نه په خوریونو ددوی کښی اونه په زنانه مؤمنو کښی اونه په هغه چا کښی چه مالک وی ښی لاسونه ددوی اوویره دی کوی د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضر ناظر دی ﴿۵۵﴾
یقیناً اللّه تعالٰی او ملائک دهغه صلٰوة (درود) وائی په نبی ﷺ باندی ای ایمان والو صلٰوة وائی په هغه باندی او سلام وائی سلام پوره ﴿۵۶﴾
[۵۴] دا آیت متعلق دی دتیرشوی آیت سره یعنی کوم منهیات چه په دغه آیت کښی بیان شول په هغی باندی عمل کول یاخلاف کول که ښکاره وی اوکه پټ وی نو اللّه تعالٰی په هغه باندی خبردی جزا یا سزا به ورکوی -
[۵۵] هرکله چه مخکښی آیت کښی حجاب کول دزنانه فرض شول یعنی نارینه به حجاب ته دننه نه ورداخلیږی نوپه دی آیت کښی دهغی نه دبعضی کسانو استثناء ذکرکوی - یعنی دا مذکوره کسان دپردی دننه په حال دخلوت کښی داخلیدلی شی -
ترونه او ماماگان ئی نه دی ذکرکړی داکثراهل علمو په نیز هغوی په دی کښی داخل دی اشارةً ځکه چه بنی الاخ (رواره) محرم دی دترور دپاره نوتره هم محرم شو د رویری دپاره او بنی الاخت (خورئی) محرم دی ماسی دپاره نوماما هم محرم شو د خورزی دپاره اودبعضی په نیز تره اوماما په دی حکم کښی داخل نه دی لکه چه سخراو بنزی وغیره هم په دی کښی داخل نه دی -
[۵۶] دا بل خطاب دی مؤمنانو ته په دی آیت کښی ذکرکوی عزت او شرافت او منزلت د نبی ﷺ په ملاء اعلٰی کښی اودغه عزت فرض کوی په ملاء ادنٰی باندی ددی دپاره چه هیڅ څوک دهغه دنبی دذات او دهغه دبیبیانو په باره کښی هیڅ ناکاره فکرهم په زړه کښی رانه ولی دا تائید دی دتیرشوی حکم - صلاة د اللّه تعالٰی په نبی باندی رحمت خاصه کول، عزت ورکول، دگناهونونه معصوم ساتل، اومغفرت کول اولوئ درجی ورکول دی او صلاة د ملائکو دهغه دپاره دعاگانی غوښتل دهغه اعزاز او احترام کول اومغفرت طلب کول دی، اوددی ټولو نه یو مشترک حال ته هم صلاة وئیلی کیږی چه دهغی نه تعبیرکیدی شی په (اعتنابالشان) سره یعنی عظمت شان دهغه اوشاباشی آفرین وئیل په هغه باندی (صَلُّوا عَلَيْهِ) دا صیغه دامرده په فرضیت باندی دلالت کوی اوپه فرضیت د درود کښی دری اقوال دی اول داچه په عمرکښی یوځل فرض دی دوهم داچه دمونځ په آخری قعده کښی فرض دی دریم داچه دهغه نوم سره وئیل فرض دی - اودکومو چه نقل نیشته لکه الفاظ د درودتاج درود لکهی یا الصلوٰ علیک یارسول اللّه نوددی لوستل منع دی ځکه چه بنادعباداتو اذکارو په نقل او اتباع باندی ده - دارنگ کوم احادیث چه صحیح نه دی نودهغی دالفاظو نه هم ځان ساتل ضروری دی (سَلِّمُوا تَسْلِيمًا) مراد ددی نه تحیه د اسلام ده چه السلام علیک ایها النبی ورحمة اللّه وبرکاته اودارنگ داخل دی په دی کښی تابعداری کول دهغه اودهغه ښائسته صفتونه کول -