اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۹ لقمان

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۲۱﴾ وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۲۲﴾ وَمَنْ كَفَرَ فَلَا يَحْزُنْكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۲۳﴾

او کوم وخت چه اوئیلی شی دوی ته تابع شئ دهغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی دوی وائی بلکه مونږ تابعداری کوؤ د هغه طریقی چه موندلی دی مونږپه هغی باندی مشران خپل آیا اگرچه وؤ شیطان بلل ئی هغوی عذاب داور لمبووالاته ﴿۲۱﴾
او چاچه تابع کړو خپل مخ اللّه تعالٰی ته او دی وؤ اخلاص کوؤنکی نو یقیناً کلکه اونیوله ده کړئ مضبوطه اوخاص اللّه تعالٰی ته آخری انجام دټولو کارونو دی ﴿۲۲﴾
او چاچه کفراوکړو نو خفه دی نه کړی تالره کفردهغه خاص مونږ ته واپسی ددوی ده نوخبربه ورکړو دوی ته په هغه عملونو چه دوی کړی دی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی دی ﴿۲۳﴾

[۲۱] دا بل زجردی یعن دلیلونه ورسره نیشته لیکن تقلید دپلارانو ورسره شته او دائی د بِغَيْرِ عِلْمٍ په مقابله کښی ذکرکړی دی معلومه شوه چه تقلید څه علم نه دی (آبَاءَنَا) مراد ترینه مشران علماء‌ دی صرف نسبی پلاران ترینه مراد نه دی اوداسی آیت په سورة بقره (۱۷۰) مائده (۱۰۴) زخرف (۲۳،۲۲) کښی هم تیرشوی دی -
[۲۲] هرکله چه ذکرشو حال دمشرک اود کمزوری دلیل دهغه نو په دی آیت کښی ذکرکوی حال دمؤحد او د پوخ والی ددلیل دهغه (وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ) مراد ددی نه تابعداری په ظاهرسره ده د اللّه تعالٰی دټولو حکمتونو (وَهُوَ مُحْسِنٌ) مراد ددی نه اخلاص دباطن دی یامراد داول نه اسلام او توحید دی اومراد داحسان نه تابعداری دسنت ده (بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى) دا په طریقه دتشبیه سره دی څه رنگ چه یوانسان دطوفان او سیلاب نه په دی طریقی سره بچ کیږی (چه کړئ وی او مضبوطه وی) اودی هم ورپوری کلک اونخلی نودارنگ د اللّه تعالٰی دعذاب نه بچ کیدل اودتمام فتنو او گمراهو نه بچ کیدل په داسی طریقی سره کیږی چه انسان هغه توحید او قرآن چه مضبوط وی په سنت اوحدیث سره، په هغی باندی پوره عمل اوکړی اوپه هغی باندی دلیل اونیسی -
[۲۴،۲۳] روستو دبیان دحال د فریقینو نه تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوتخویف دی منکرینو ته - (فَلَا يَحْزُنْكَ) مرا دحزن نه د نه منلو دوجی نه دومره خفگان کول چه دعوت پریږدی دامنع دی اونفس حزن خو غیراختیاری دی دهغی نه نهی نشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>