اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۸ لقمان

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۱۸﴾ وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ ﴿۱۹﴾ أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ ﴿۲۰﴾

اومه کږه وه اننگی خپل (په وخت دخبرو) دخلقوسره اومه گرځه په ځمکه کښی په لوئی اوناز سره یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی هرلوئی کؤونکی خپله ستائینه کوؤنکی ﴿۱۸﴾
اومیانه روی کوه په رفتار خپل کښی او ښکته کړه بعضی آواز خپل یقیناً ډیر ناکاره دآوازونونه خامخا آواز دخردی ﴿۱۹﴾
آیا نه گورئ‌ تاسو چه یقیناً اللّه تعالٰی په خدمت ستاسو کښی لگولی دی هغه څه چه په آسمانانو کښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوپوره کړی دی په تاسوباندی نعمتونه خپل ښکاره او پټ او بعضی دخلقو نه هغه دی چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی بغیر ددلیل نه او دهدایت نه او دکتاب رنړا کوؤنکی نه ﴿۲۰﴾

[۱۸] روستودبیان داعمالونه او اوامرونه ذکرد اخلاقو منهیودی چه په هغی سره نفرت دخلقو پیدا کیږی - اودا اخلاق (منهیه) د متکبرینو دی (وَلَا تُصَعِّرْ) صعرپه اصل کښی یومرض دی چه په اوښانوباندی راځی اوپه هغی سره څټ کوږ شی اومخ ئی واوړی - نوپه دی کښی اشاره ده تذلیل دداسی انسان ته چه په دی خوئ سره دمرضی اوښ په شان شی اومراد ترینه دادی چه ته چاسره خبری کوی یاتاسره څوک خبری کوی نوته مخ برابرکړه لکه چه دا سنت د نبی ﷺ دی ( وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا) داسی سورة اسراء (۳۷) کښی تیرشوی دی هرهغه تلل او گرځیدل چه دسنت د نبی ﷺ نه خلاف وی هغه په دی نهی کښی داخل دی که رقص (گډا) وی یاپه نازونزاکت سره گرځیدل وی (مُخْتَالٍ) هغه دی چه نور خلق سپک گنړی دخپل ځان په مقابله کښی او فَخُورٍ هغه دی چه خپل صفتونه په خپله کوی دپاره دځان دلوی گنړلو په نورخلقوباندی -
[۱۹] تیرشوی آیت کښی منع وه د هغه کارونونه چه دلالت کوی په ناکاره صفاتو باطنیوباندی چه هغه تکبردی نوپه دی آیت کښی ذکر دصفاتو دظاهریودی، اول صفت اقتصاد د مشی، میانه روی کول یعنی چه ډیرتیز نه ځی اوډیرپه دمه باندی هم نه ځی او ډیرپه دمه باندی هم نه ځی او ډیرنیغ نه گرځی او کوزهم نه گرځی اوهرکله چه انسان په رفتارکښی دسنت د نبی ﷺ تابعداری کوی نومعلومه شوه چه په هرکارکښی دسنت دتابع دی - دوهم صفت آواز ښکته کول (مِنْ صَوْتِكَ) لفظ دمن دلیل دی چه کله آواز اوچتول ثواب دی لکه آذان او تلبیه (إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ) اشاره ده چه په دی کښی کارکښی نورو خلقوته تکلیف ورکول دی (لَصَوْتُ الْحَمِيرِ) ددی تخصیص وجه داده چه نور حیوانات آواز دضرورت په وخت کښی اوچتوی چه بوج پری راشی یا ستړی شی، اوخر بغیر دضرورت نه آواز را اوباسی اوکله بوج پری دروند شی یانورتکلیف وی نوبیا آواز نه راوباسی - اودا دلیل دی چه څوک ذکرد اللّه تعالٰی په اوچت آواز سره کوی په غیردشرعی دلیل نه نوهغه مشابه دی دخرسره -
[۲۰] ددی نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی باقی اته عقلی دلیلونه دی (۳۴،۳۱،۲۹،۲۸،۲۷،۲۶،۲۵،۲۰) کښی او زجرونه دی (۳۲،۲۱،۲۰) او بشارت (۲۲) کښی اوتخویف اخروی (۳۳) او رد دشرک فی الدعاء دی په (۳۰) کښی - په دی (۲) کښی دوهم دلیل عقلی دی یعنی دا ټول څیزونه ستاسو دفائدی دپاره اللّه تعالٰی لگولی دی اودغه فائدی داسی حکمتونه دی چه لقمان حکیم په هغی پوهیدلو چه داد اللّه تعالٰی دطرف نه دی (ظَاهِرَةً) مراد ترینه هغه دی چه عام خلق هغه پیژنی لکه ظاهری بدن او مال واولاد اوشکل صورت وغیره (وَبَاطِنَةً) هغه مراد دی چه اهل علم په هغی باندی پوهه دی - لکه اسلام، قرآن، محبت د اللّه تعالٰی او درسول او زړه، عقل، فهم وغیره (وَمِنَ النَّاسِ) زجردی روستو ددلیل نه اوپه دی کښی عنادیان منکرین مراد دی چه حق ورته ښکاره شوی دی اوبیا هم جگړی کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>