وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۳ النمل

وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ ﴿۲۰﴾ لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۲۱﴾

او لټون ئی کوؤ دمارغانو اوئیل ئی څه وجه ده مالره چه نه وینم هدهد لره او که دی د پټیدونکونه دی ﴿۲۰﴾
خامخ سزا به ورکړم ده ته سزا سخته یابه حلال کړم ده لره یابه راوړی ماته دلیل ښکاره ﴿۲۱﴾

[۲۰] هرکله چه منزل مقصود ددی سفرته اورسیدو نو دلښکرد خواصو او عواموخبرگیری ئی شروع کړله - حکمتونه د آیت (۱) بادشاه او امیرباندی لازم دی چه دخپل فوج اود متعلقینو حاضری دی معلوموی او دهغوی دحال خبرگیری دی کوی (۲) سلیمان علیه السلام په غیبوباندی علم نه لرلو ځکه چه هُدهُد دحال نه خبرنه وؤ اودهغه نه لیدلو دوه وجی ئی په ترتیب سره ذکرکړی - اوله وجه مَا لِيَ یعنی ځما نظر کښی به څه نقصان وی چه هُدهُد راته نه ښکاره کیږی - دوهمه وجه دی به غائب وی ددی وجی نه زه ئی نه وینم معلومه شوه چه دنه لیدلو وجه غائب والی دی داصریح دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام غائب څیز نه شی لیدلی څوپوری چه اللّه تعالٰی ورته نه وی خودلی -
[۲۱] حکمتونه دادی: سزاورکول مجرم ته په سبب دغیرحاضری سره (۲) سزا ورکول په تفاوت سره په سبب دتفاوت دجرم سره یعنی لږه غیرحاضری ئی اوکړله نوعذاب به ورکړی یعنی جیل کی به ئی واچوی اوکه ډیره موده غیرحاضری ئی اوکړله نوذبح به ئی کړی (۳) اوپه عذر صحیح سره دسزا معاف کول -