وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۷﴾ حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۸﴾ فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۹﴾
اورا غونډ کړی شوی سلیمان علیه السلام ته لښکری هغه د پیریانو او مارغانو په دوی حصی حصی کولی شول ﴿۱۷﴾
تردی پوری هرکله چه راغلل دوی په میدان دمیږوباندی اوئیل میږی ای میږو ورننوځی کورونوخپلو ته میده نه کړی تاسولره (دخپولاندی) سلیمان اولښکری دهغه اودوی به نه پوهیږی ﴿۱۸﴾
پس مسکی شو سلیمان علیه السلام خندیدونکی دوجی دوینا دهغه نه او اوئیل ده ای ربه ځما برخه (توفیق) راکړی ماته چه شکراوکړم د نعمتونوستا هغه چه تا احسان کړی دی په ماباندی اوپه موراوپلار ځما باندی اوداچه عمل اوکړم نیک چه ته ئی خوښوی او داخل کړی مالره په وسیله درحمت ستا په بندگان ستاکښی چه نیکان دی ﴿۱۹﴾
[۱۷] دا تصدیق دی د ماقبل خبر چه دعلم دمنطق الطیر اودلوی بادشاهی نمونه داده - حکمتونه دادی (۱) بادشاهی لره فوجی نظام ضروری دی (۲) په وخت دضرورت کښی ټول لښکر جمع کول په کار دی (۳) لښکردهغه دری قسمه مخلوق وؤ داپه طریقی دمعجزی سره وؤ (۴) لښکرټول په یوځای کښی جمع کول دپاره ددی چه هیبت پریوځی په دشمن باندی (۵) لښکر په مختلف ټکړو کښی تقسیم کول په کاردی په وخت دضرورت کښی دپاره دتنظیم اوداټول امورسیاسیه دی (يُوزَعُونَ) رابندولی شول په یوځای کښی یا معنیٰ داده چه تقسیم کولی شول په انتظام سره -
[۱۸] مخکښی آیت کښی بیان وؤ د أُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ، اوپه دی آیت کښی بیان دی د علمنا منطق الطیر، حَتَّى نه مخکښی تقدیرعبارت دی (فساروا) روان شول تردی پوری (وَادِ النَّمْلِ) بقاعی په نظم الدر کښی وئیلی دی چه دا وادی په طائف کښی ده اومالیدلی ده اوبیضاوی وائی چه په شام کښی ده (نَمْلَةٌ) وئیلی شوی دی چه ددی میږی دوه وزری وی ځکه ددی خبری په منطق الطیرکښی داخلی دی - مشهوره داده چه دا مؤنثه وه (ځکه اوس بعضی ناپوهه دلیل نیسی په جواز دامارت دښځوباندی اوداقول دامام ابوحنیفه نه په وړوکوالی دهغه کښی نقل کړی شوی دی لیکن طیبی، اوحیان، زمخشری، په هغی باندی رد کړی دی اوظاهراحتمال دادی چه نروؤ اوتانیث لفظی سره داسنادمؤنث نه دلیل دتانیث حقیقی نه دی - حکمتونه ددی آیت دادی (۱۹میږواو نورو حشراتوکښی اللّه تعالٰی فهم او شعوراچولی دی (۲) میږی هم ژوند په خاص تنظیم سره تیروی (۳) هرمشرله په کاردی چه خپل قوم ته دخطراتواومفاسدونه دبچ کیدلو تدبیراوخائی لکه چه دی میږی خودلی وو (۴) اودچانه چه یوعمل په ناخبرئ باندی کیږی نوهغه معذورگنړل په کاردی - لکه چه په لَا يَشْعُرُونَ کښی عذرد سلیمان علیه السلام اودهغه لښکرته اشاره اوکړه (۵) پیغمبران او اولیاء کله دخپولاندی دمیږی دحال نه هم علم نه لری ځکه چه علم دغیبوهغوی لره نیشته -
فائده ۱: ظاهرداده چه سلیمان علیه السلام داسفر په هواکښی نه کوؤ یا خوقریب سفروؤ یاهواتردی وخت پوری نه وه مسخرکړی شوی نودا اعتراض نه شی کیدلی چه لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ ئی ولی اوئیل هغه خوپه هوای کښی مزل کوؤ -
فائده ۲: د نملة په کلام کښی لس وجوه دفصاحت اوبلاغت دی (اودا الفاظ دقرآن کلام اللّه دی) (۱) نداء یا (۲) تنبیه ایها (۳) تسمیه النمل (۴) امر ادخلوا (۵) قصص مساکنکم (۶) تحذیر لایحطمنکم (۷) تخصیص سلیمان (۸) تعمیم جنوده (۹) اشاره وَهُم (۱۰) عذر لایشعرون -
[۱۹] هرکله چه وینا دنملی اللّه تعالٰی سلیمان علیه السلام ته واوروله نوهغه نعمت د اللّه تعالٰی ئی اوگنړلو او خوشحالی ئی ښکاره کړله اوشکرئی ادا کړلو - حکمتونه ددی آیت دادی (۱) دخندا دوه قسمونه ئی ذکرکړی دی (۱) تبسم (۲) ضحک، او قهقهه ئی نه ده ذکرکړی ځکه چه قهقهه دزړه دغفلت دوجی نه وی او انبیاء علیهم السلام دزړه دغفلت نه پاک دی (۲) په نعمت باندی خوشحالی کول جائزدی (۳) دعا دتوفیق دشکر هم شکر دی (۴) اونعمت چه والدینوباندی نعمت دی نوپه اولاد باندی دهغی هم شکرکول ضروری دی (۵) انبیاء علیهم السلام هم مکلف دی په عمل صالح کولویعنی داسی عمل چه موافق وی د هغوی دوحی سره (۶) او انبیاء علیهم السلام هم رحمت د اللّه تعالٰی ته محتاج دی (۷) اورحمت د اللّه تعالٰی بهتره وسیله ددعا ده -
فائده: دتبسم نه روستو ضَاحِکاً ئی ذکرکړی دی ځکه چه ضحک په معنیٰ دخوشحالئ سره دی معنیٰ دا موسکی شو خوشحالی کوؤنکی وو یامراد دادی چه اول ئی تبسم اوکړلو نوبیائی صورت دضحک اختیارکړو -