اقْتَرَبَ ۷۷۰ الأنبياء

خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ﴿۳۷﴾ وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ لَوْ يَعْلَمُ الَّذِينَ كَفَرُوا حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَنْ وُجُوهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۳۹﴾ بَلْ تَأْتِيهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۴۰﴾

پیدا کړی شوی دی انسان د تادئ نه زردی چه اوبه ښایم تاسوته نخښی خپلی نوپه تادئ ئی مه غواړئ ﴿۳۷﴾
اودوی وائی کله به وی دا وعده که تاسو رشتینی ئی ﴿۳۸﴾
که چیری خبروی کافران (په تفصیل) دهغه وخت چه نه به شی اړولی دمخونو خپلونه اور اونه د شاگانو خپلونه اونه به ددوی سره مدد کیدی شی ﴿۳۹﴾
بلکه راځی به دوی ته ناگاهه نوحیران به کړی دوی لره پس طاقت به نه لری دواپس کولو دهغی اونه به دوی لره مهلت ورکیدی شی ﴿۴۰﴾

[۳۷] په دی کښی زجردی په استعجال (زرغوښتل) دعذاب سره اومراد دخلق د عجل نه دادی چه د انسان په طبیعت کښی عجلت پیدا کړی شوی دی لکه په سورة روم (۵۴) کښی دی بناپه یوتفسیرسره اوپه اسراء (۱۱) کښی دی - اودا رنگ حدیث دی چه النساء خلقت من ضلع ایسر - یعنی دزنانوپه طبیعت او خلقت کښی کوږ والی دی په شان د کنړی پوختئ چه نیغول ئی غواړئ‌ نوماته به شی اویابه همیشه کږه وی (آيَاتِي) مراد ددی نمونی دعذاب دی او دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی په انتقام اخستلو دمنکرینونه -
[۳۸] دی آیت کښی زجردی او بیان دی داستعجال چه مخکښی آیت کښی تیرشوی دی (مَتَى) مراد په دی سره استبعاد او انکار کول دی دقیامت او دعذاب نه -
[۳۹] په دی آیت کښی الزامی جواب دی یعنی عذاب چه راشی نوبچ کیدی ترینه نه شئ نوولی ئی په تلوارسره غواړئ اوپه ذکردوجوه او ظهورکښی اشاره ده چه اورد جهنم به په دوی باندی دهرطرف نه احاطه کړی وی - اوجزاء دلو شرطیه محذوف ده یعنی لَمَا اسْتَعْجَلُوا الْعَذَابَ (نوعذاب به ئی په تلوارسره نه غوختلی) -
[۴۰] داهم متعلق دی دمخکښی آیت سره چه دوی لره دعذاب دراتلو مقررتاریخ اووخت نه دی معلوم بلکه ناگاهانه به راځی (تَأْتِيهِمْ) ضمیرقیامت ته راجع دی یا اوردجهنم ته -
فائده: دعذاب سره مناسب نصرت دی دهغی ددفع کولودپاره اودراتللو دعذاب سره مناسب مهلت دی دهغی نه د بچ کیدلودپاره - ددی وجی نه په اول آیت کښی (يُنْصَرُونَ) اوپه دوهم آیت کښی (يُنْظَرُونَ) ذکرکړی شو -