وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِنْ مِتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ ﴿۳۴﴾ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿۳۵﴾ وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۶﴾
اونه دی ورکړی مونږ هیڅ بشرلره ستانه مخکښی همیشگیری آیا پس که ته مړشی نودوی به همیشه وی ﴿۳۴﴾
هرساه والا څکونکی دمرگ دی او ازمیښت کؤو مونږپه تاسوباندی په سختئ او په آرام سره دپاره دامتحان اوخاص مونږته به تاسو راوگرځولی شی ﴿۳۵﴾
اوهرکله چه اووینی تالره کافران نونه نیسی تالره مگرټوقی (وائی) آیا دا هغه سړی دی چه بدی وائی ستاسو دمعبودانو اوحال داچه دوی دیاداشت درحمان نه (په توحید سره) دوی انکارکوی ﴿۳۶﴾
[۳۴] ربط دمخکښی سره دادی چه د آسمانونو ځمکو وغیره انقلابات په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی نو دانسانانو مرگ او ژوند هم دهغه په اختیارکښی دی په دی آیت کښی رد دی په قول دمشرکانوباندی چه دا شاعردی مونږ دده دمرگ انتظار کوؤ لکه سورة طور (۳۰) کښی دی، حاصل دجواب دادی چه تاسو هم همیشه نه شئ پاتی کیدلی نوولی دده مرگ ته خوشحالیږئ اودارنگ په دی آیت کښی تسلی ده رسول اللّه تعالٰی ﷺ ته که ته وفات شوی نو اللّه تعالٰی به ستا ددین حافظت کوی لکه چه مخکښی انبیاؤ وفات شول او اللّه تعالٰی دهغوی ددین حفاظت کړی دی او (الْخُلْدَ) نه مراد همیشه ژوند دی چه مرگ پری نه راځی نو سوال په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی نه شی کیدی ځکه چه هغه ژوندی دی لیکن پس دنزول د آسمان نه به بیا مړکیږی نوهغه لره خلد نه دی ثابت شوی -
[۳۵] دامتعلق دی دتیرشوی آیت سره یعنی دمرگ نه هیڅ ساه والا نه شی بچ کیدی داسی سورة العمران (۱۸۵) کښی دی نوآیت انبیاؤ اولیاؤ ټولو ته شامل دی - اودمرگ نه وړاندی د خیراوشر دراتللو حکمت ئی بیان کړو چه خیراوشر سره ستاسو امتحان کوی چه شکرپه خیراوصبرپه شرباندی کوئ اوکه نه؟ - دشرنه مراد تکالیف، مصیبتونه مرضونه وغیره دی اودخیرنه مراد نعمتونه وسعت درزق صحت دبدن مالداری اودارنگ معصیت اوطاعت حلال او حرام هدایت او اضلال ته هم شامل دی -
[۳۶] په دی آیت کښی زجردی په استهزاء په رسول پوری (الَّذِينَ كَفَرُوا) مراد ترینه کفرعنادی دی - (يَذْكُرُ) نه مراد په عیب او نقصان سره یادول، مراد ترینه کنځل کول دی اوداد مشرکانو دطرف نه افتراء ده په رسول باندی لکه اوس زمانه کښی هم دتوحید بیانؤونکو په باره کښی مشرکان وائی چه دوی اولیاؤ او بزرگانوته کنځل کوی یعنی بیان دتوحید او دشرک ددوی په نیزباندی کنځل دی - (بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ) مراد ددی نه قرآن دی یامسئله دتوحید ده -