قَالَ أَلَمْ ۷۳۶ طٰهٰ

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۲۴﴾ قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي ﴿۲۵﴾ وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي ﴿۲۶﴾ وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي ﴿۲۷﴾ يَفْقَهُوا قَوْلِي ﴿۲۸﴾ وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي ﴿۲۹﴾ هَارُونَ أَخِي ﴿۳۰﴾ اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي ﴿۳۱﴾ وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي ﴿۳۲﴾

لاړشه فرعون ته یقیناً ده سرکشی کړی ده ﴿۲۴﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام ای ربه پرانیزی ماله سینه ځما ﴿۲۵﴾
او آسان کړی ماته کار ځما ﴿۲۶﴾
اوپرانیزی غوټه د ژبی ځما ﴿۲۷﴾
چه پوهه شی دوی په وینا ځما ﴿۲۸﴾
اوجوړ کړه مالره ملگری دکورنئ ځمانه ﴿۲۹﴾
هارون ورور ځماهارون ورور ځما - ﴿۳۰﴾
کلکه کړی په ده سره ملا ځما ﴿۳۱﴾
اوبرخه ورکړی ده لره په کار ځما کښی ﴿۳۲﴾

[۲۴] دی آیت کښی فرعون ئی خاص کړو په ذکرکولوسره اگرچه رسالت د موسیٰ علیه السلام دهغه قوم ته هم عام وو - دا ددی وجی نه چه فرعون پابندی لگولی وه په هردعوت کوؤنکی دحق باندی اوقوم ئی منع کړی وؤ دحق اوریدلونه اوداده طغیان نه وؤ (إِنَّهُ طَغَى) دا علت دی دپاره درسول لیگلو خصوصاً -
[۲۵] ددی آیت نه دوهم مقام شروع کیږی ترآیت (۴۳) پوری په دی کښی دعا موسیٰ علیه السلام ده به شپږوخبرو سره اوقبولیت دهغه دعاگانو دی د اللّه تعالٰی دطرف نه په طریقه داحسان سره - او ذکرد احسانونو مخکښنودی اجمالاً بیاحکم کول دی موسیٰ علیه السلام ته چه لاړ شه فرعون ته سره دبهادرئ نه -
فايده: د سینی پرانستلونه مراد توفیق دصبر اوداستقامت دی په وخت دمصبتونودرسالت کښی - او رفع دشکونواواوشبهاتو اواشاره ده رفع د موانعوددعوت ته -
[۲۶] په دی آیت کښی دوهمه دعاده اومراد ددی نه اسباب ظاهری اوباطنی حاصلول دی چه په هغی سره کار درسالت اسانیږی -
[۲۸،۲۷] په دی آیتونوکښی دریمه دعا ذکرشوی ده اودهغی فائده ذکرشوی ده اود ژبی دغوټی نه مراد ظاهری نقصان وو دهغه په ژبه کښی یامراد ددی نه بندیدل دژبی دی دوجی دهیبت نه اودادعوت کوونکی دپاره ضروری دی -
[۳۰،۲۹] په دی آیتونوکښی څلورمه دعا ذکرده په باره د ورور هغه کښی اودا نهایت احسان دی دیو ورور دبل ورور سره اومراد دوزیراً نه شریک دی دنبوت په بوج کښی یعنی بوج درسالت گران دی په دی کښی قریبی مددگار په کار دی - مِنْ أَهْلِي او أَخِي کښی اشاره ده داسی ملگری په کاردی چه په هغی باندی اعتماد کیدی شی -
[۳۲،۳۱] دا پنځمه او شپږمه دعا د ه په دی کښی مقصد د تخصیص د ورور دی په دی دعا سره ځکه چه ملا مضبوطیږی په ملگرتیا د ورور سره (وَأَشْرِكْهُ) په دی کښی تصریح ده چه مراد دوزارت نه هسی ملگرتیا نه ده بلکه مراد ترینه پیغمبری ده - اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه نبوت ورکول اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا اختیارکښی نیشته دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>