قَالَ أَلَمْ ۷۳۵ طٰهٰ

وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى ﴿۱۷﴾ قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى ﴿۱۸﴾ قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى ﴿۱۹﴾ فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى ﴿۲۰﴾ قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَى ﴿۲۱﴾ وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى ﴿۲۲﴾ لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى ﴿۲۳﴾

اوڅه دی ستا په ښی لاس کښی او موسیٰ ﴿۱۷﴾
اوئیل هغه دا همسا ځما ده تکیه لگوم په دی باندی اوراڅنډ وهم په دی سره پانړی په خپلو گډوبیزوباندی اومالره په دی کښی فائدی نوری دی ﴿۱۸﴾
اوئیل اللّه تعالٰی اغورځوه دا ای موسیٰ ﴿۱۹﴾
پس اوغورځوله هغه نودغه وخت هغه مارشو منډی ئی وهلی ﴿۲۰﴾
اوئیل اللّه تعالٰی اونیسه دا اومه ویریږه زردی اوبه گرځؤو دا حالت ددی مخکښی ته ﴿۲۱﴾
اوجوخت کړه لاس خپل د خپل ترخ سره را اوبه اوځی سپین بغیرد څه نقصان نه نښه بله ده ﴿۲۲﴾
دپاره ددی چه اوښایومونږ تاته دنخو زمونږه لویو نه ﴿۲۳﴾

[۱۷] په دی آیت کښی تمهید دی دپاره دمعجزی ورکولو موسیٰ علیه السلام ته اومقصود په دی تپوس سره بیانول د موسیٰ علیه السلام دی فائدو دهمسا لره لیکن دمارجوړیدلو فائده ورته معلومه نه وه نودلیل دی چه دا معجزه اوحرف ما دپاره دتپوس دشرح دفوائدو دی (بِيَمِينِكَ) دا دلیل دی چه همساء استعمالول په خی لاس سره دپیغمبرانو سنت دی -
[۱۸] په دی جواب کښی څلورجملی دی د اولی جملی مطلب دادی چه دا همساء پردئ‌ نه ده بلکه ځما ده - په دوهمه اودریمه جمله کښی ذکرد دوو فائدودی اوله فائده دځان سره تعلق لری - اودوهمه فائده دځاروو سره تعلق لری اوپه څلورمه جمله کښی اشاره ده دډیروفائدو دهمساء ته اوپه دی کښی ترغیب دی چه استعمال کول دهمساء ښه کاردی اوسنت دی -
[۱۹] په دی کښی مقصد بله فائده ښکاره کول دهمساء دی په طریقه دمعجزی سره اودا فائده د موسیٰ علیه السلام په علم کښی نه وه نومعجزه ده -
[۲۰] (حَيَّةٌ) اسم جنس دی مطلق مارته وائی که غټ وی اوکه نری وی نوسورة نمل او قصص کښی فرمائیلی دی (كَأَنَّهَا جَانٌّ) یعنی دنری مار په شان وو اوسورة اعراف او شعراء کښی ذکردی (ثُعْبانٌ مُبِينٌ) ښامارښکاره وؤ نولفظ د حَيَّةٌ دواړو ته شامل دی دلته مقصد انقلاب دحقیقت دی چه دلرگی نه مار جوړیږی اوپه دی باندی لفظ حَيَّةٌ پوره دلالت کوی -
[۲۱] معلومه شوه چه دظاهری اسبابونه طبعی ویره کول د کمال سره منافات نه لری - او ددی آیاتونونه معلومه شوه چه کومه معجزه وه یعنی همساء نه مارجوړیدل اودوباره همساء ته واپس کیدل داد موسیٰ علیه السلام اختیارکښی نوؤ له دی وجی نه هغه ته ئی نسبت اوکړو - اوهمساء غورځول اوبیا رانیول اختیاری کارونه دی معجزات نه دی نودهغی نسبت ئی موسیٰ علیه السلام ته اوکړو -
[۲۲] په دی آیت کښی دوهمه معجزه ذکرکړی شوی ده (جَنَاحِكَ) جناح په معنیٰ مټ دی بیامراد ددی نه اړخ دی یعنی دمټ لاندی (سُوءٍ) په معنیٰ دداسی مرض او نقصان سره چه انسان لره خفه کوی په اوله معجزه کښی غلبی دحجت د موسیٰ علیه السلام ته اشاره ده اوپه دوهمه کښی رنړا او وضاحت ددلیل ته اشاره ده -
[۲۳] مراد ددی نه هلاکت دفرعون اوقوم دهغه دی په سبب دانکارکولو دمعجزاتونه ځکه داد قدرت اوتوحید د اللّه تعالٰی ښکاره دلیل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>