سُبْحَانَ الَّذِي ۶۶۹ بنی إسرائيل

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا ﴿۸۲﴾ وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسًا ﴿۸۳﴾ قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلًا ﴿۸۴﴾

او نازلؤو مونږ قرآن کښی هغه شی چه هغه شفا او رحمت دی ایمان والولره اونه زیاتوی ظالمانولره مگرتاوان ﴿۸۲﴾
اوکله چه مونږانعام اوکړوپه انسان باندی نومخ اوگرځوی او لری کړی خپله ډډه اوکوم چه اورسی ده ته تکلیف نووی دی ناامیده ﴿۸۳﴾
اوهریو عمل کوئ‌ په خپله طریقی سره پس رب ستاسو ښه پوهه دی په هغه چاچه هغه په سمه لارروان دی ﴿۸۴﴾

[۸۲] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته یعنی مهاجردپاره قرآن لوستل ډیرضروری دی - اواشاره ده چه د استفادی د قرآن دپاره ایمان ضروری دی اوکله چه عناد اوضدوی نودقرآن په سبب سره نقصان زیاتیږی لکه په سورة مائده (۶۸،۶۴) کښی دی او (شِفَاءٌ) نه مراد شفا د امراضو روحانیو اوظاهریو دواړو ده - روحانیه امراض شرک، شک، نفاق وغیره دی اوظاهریه امراض دپاره دقرآن دم لوستل په ډیروصحیحو روایاتوسره ثابت دی اودهغی تعویذ لیکل په حدیث صحیح مرفوع سره ثابت نه دی اگرچه موقوف حدیث اوعمل دسلفو په زادالمعاد د ابن قیم کښی او روح المعانی ددی آیت دلاندی ذکرکړی دی - (وَرَحْمَةٌ) مراد ددی نه زیاتیدل دایمان اوتثبت او ثوابونه دی چه په قرآن کریم سره حاصلیږی (مِنَ الْقُرْآنِ) من بیانیه دی د (مَا هُوَ) دپاره اگرچه په هغی باندی مخکښی دی یامن دپاره د تبعیض دی اومراد دادی چه هره حصه دقرآن شفاء او رحمت دی -
[۸۳] داحال دظالمانودی چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی اوپه دی کښی زجردی په اعراض کولوسره دتوحید اودقرآن نه روستو دترغیب الی القرآن نه اودا اعراض دی په سبب دمالدارئ‌ اود وسعت اودصحت سره اودا معنیٰ د انعَمنَا ده او ناامیدی کول په وخت دسختئ‌ کښی او (نَأَى بِجَانِبِهِ) نه مراد لری تلل د موضع بیان دحق نه یاتکبرکوی دوی (يَئُوسًا) یو معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی نه ناامیدی کوی اودهغه تائید په سورة یوسف (۸۷) کښی دی، دوهمه معنیٰ داده چه په وخت دسختئ‌ او مصیبت کښی دخپلو باطلو مبعودانونه ناامیده وی اوصرف اللّه تعالٰی ته آواز کوی لکه چه دا عادت دمشرکین عرب وو اودارنگ په سورة هود (۱۰،۹) کښی دی -داحال دظالمانودی چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی اوپه دی کښی زجردی په اعراض کولوسره دتوحید اودقرآن نه روستو دترغیب الی القرآن نه اودا اعراض دی په سبب دمالدارئ‌ اود وسعت اودصحت سره اودا معنیٰ د انعَمنَا ده او ناامیدی کول په وخت دسختئ‌ کښی او (نَأَى بِجَانِبِهِ) نه مراد لری تلل د موضع بیان دحق نه یاتکبرکوی دوی (يَئُوسًا) یو معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی نه ناامیدی کوی اودهغه تائید په سورة یوسف (۸۷) کښی دی، دوهمه معنیٰ داده چه په وخت دسختئ‌ او مصیبت کښی دخپلو باطلو مبعودانونه ناامیده وی اوصرف اللّه تعالٰی ته آواز کوی لکه چه دا عادت دمشرکین عرب وو اودارنگ په سورة هود (۱۰،۹) کښی دی -
[۸۴] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته اوبرائت کول دی دمشرکانونه چه مخکښی آیت کښی دهغوی ذکرتیرشو (شَاكِلَتِهِ) په معنیٰ دطریقی اونیت او طبیعت سره راغلی دی - اوداسی په سورة هود (۱۲۱) کښی شته دی -