أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا ﴿۷۸﴾ وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا ﴿۷۹﴾ وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا ﴿۸۰﴾ وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿۸۱﴾
کوه مونځونه دوخت دزوال دنمرنه ترتیاری دشپی پوری اومونځ دصبا یقیناً مونځ صباته حاضری کیدی شی (دملائکو) ﴿۷۸﴾
اودشپی په یوه برخه کښی تهجد کوه دا زیاتی دی ستا دپاره نزدی ده چه اوبه رسوی تارب ستا ځای ستائیلی شوی ته ﴿۷۹﴾
اوته اوایه ای ربه داخل کړی مالره په داخلیدلو د رشتیاؤ او اوباسی ما په ویستلو د رشتیاؤ اوراکړی مالره دخپل طرف نه غلبه چه مدد ورسره وی ﴿۸۰﴾
اوته اوایه راغی حق او ورک شو باطل یقیناً باطل دی ورکیدونکی ﴿۸۱﴾
[۷۸] په دی آیت کښی ذکر داول امرمصلح او ادب دی دپاره دتثبت اومراد ددی نه پابندی اوهمیشگیری ده په ټولو مونځونوباندی او (مَشْهُودًا) وجه داده چه ملائک دشپی اود ورځی په دغه مونځ کښی جمع کیږی، د (لِدُلُوكِ) یو معنیٰ زوال دنمر دوهمه معنیٰ غروب دنمر، په اوله معنیٰ سره دری مونځونو ته اشاره ده ماسپخین، مازیگر، ماښام اوپه دوهمه معنیٰ صرف دماښام مونځ مراد دی ابن جریراو ابن کثیر اول قول د ډیروصحابو او تابعینو نه نقل کړی دی اود دلوک په معنیٰ زوال سره یومرفوع حدیث ئی هم راوړی دی نودغه قول غوره دی (قُرْآنَ) دامصدر دی په معنیٰ دقرءة سره دی اومراد د قراءة نه ټول مونځ دی ځکه چه قرآن لوستل رکن اصلی دی په مونځ کښی -
[۷۹] په دی کښی دوهم امرمصلح او ادب ذکردی چه هغه صلوٰة اللیل دی پس دبیدارئ دخوب نه - (فَتَهَجَّدْ) په معنیٰ دترک هجود (خوب) دی نومعلومه شوه چه تهجد هغه مونځ دی چه روستو دشپی دخوب نه وی یعنی دنیمی شپی نه روستو دهغه غوره وخت شروع کیږی (نَافِلَةً لَكَ) یومعنیٰ داده چه دا زیاتی عزت او اکرام ستادی دوهمه معنیٰ داچه دا عطیه اوبخشش ستادی اولفظ د نافلة دلیل دی چه داپه نبی ﷺ باندی هم فرض نه وو اودا صحیح قول دی لیکن تخصیص دهغه په لفظ د (لک) سره دوجی دشرافت دهغی نه دی ځکه چه نفل کولو سره دامت گناهونه معاف کیږی اوهرچه نبی ﷺ دی نودهغه درجات پری زیاتی کیږی، ځکه چه هغه گنهگار نه دی (مَقَامًا مَحْمُودًا) نه مراد مقام دشفاعت کبریٰ دی یامقام دزیات قربت د اللّه تعالٰی دی اول قول غوره دی اومحمود ورته په دوی وجه سره وائی چه ددغه مقام ستائینه په کیدی شی - یا مَحْمُودًا په معنیٰ د محمودفیه سره دی ځکه چه په حدیث د شفاعت کښی راغلی دی چه په هغه مقام کښی به ماته داسی حمدونه اوخودلی شی چه دهغی نه مخکښی ماته نه دی خودلی شوی -
[۸۰] په دی کښی دریم امرمصلح او ادب دی (مُدْخَلَ صِدْقٍ او مُخْرَجَ صِدْقٍ) نه مراد دادی چه دخول او خروج د اللّه تعالٰی درضا دپاره وی اودهغه په امرسره وی د دنیا مقصد او په خپل خواهش سره نه وی - (سُلْطَانًا نَصِيرًا) مراد ددی نه حجت قویه دی یامراد ددی نه هغه غلبه ده چه په مدد د اللّه تعالٰی سره وی یعنی روستو دغلبی نه بیاکمزوری نه پیدا کیږی اوپه دی کښی اشاره ده چه روستو د هجرت فی سبیل اللّه نه سلطان او نصرت حاصلیږی -
[۸۱] په دی کښی څلورم امرمصلح او ادب دی اوداخبره په طریقه د پیشنگوئ سره ده، اوبشارت او تسلی ده ددی وجی نه حدیث د صحیحین کښی وارد دی چه کله مکه فتح کړی شوه او رسول اللّٰه بُتان دری سوه شپیته په خپله نیزه اوهل نودائی اوفرمائیل - جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ اه الحَق نه مراد توحید، قرآن او رسالت دی -