أَفَأَمِنْتُمْ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا ﴿۶۸﴾ أَمْ أَمِنْتُمْ أَنْ يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَى فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا ﴿۶۹﴾ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿۷۰﴾ يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۱﴾
آیا بی غمه ئی تاسو چه اللّه تعالٰی به ښکته بوځی تاسو په طرف دوچی ځمکی کښی یا به را اولیږی په تاسوباندی باران د کانړو بیابه اونه مومئ تاسوځان لره ذمه دار ﴿۶۸﴾
آیا بی غمه ئی تاسو چه واپس به بوځی تاسو په دریاب کښی بل ځل پس را اوبه لیږی په تاسوباندی تیزه ماتؤنکی سیلئ پس غرق به کړی تاسو په سبب دانکارستاسو دتوحید نه بیابه اونه مومئ تاسو ځان لره په مونږباندی ددی نه څوک تپوس کؤونکی ﴿۶۹﴾
اویقیناً مونږ عزت ورکړی دی اولاد د آدم علیه السلام ته اوسواره کړی دی مونږ دوی لره په اوچه او په دریاب کښی او روزی هم ورکړی ده دوی ته دپاک رزقونو نه اوغوره والی مو دوی ته ورکړی دی په ډیر دهغه چانه چه مونږپیدا کړی دی ډیر غوره والی ﴿۷۰﴾
په کومه ورځ چه آواز به ورکړو هرچاته په نوم دپیشوا ددوی پس هغه څوک چه ورکړی شی هغه ته کتاب دهغه په ښی لاس کښی پس دغه خلق به لولی عملنامی خپلی اوظلم به نه کیږی په دوی باندی په قدردتار د هډوکی د کجوری ﴿۷۱﴾
[۶۸] په دی آیت کښی تخویف دی هغه مشرک ته چه مخکښی آیت کښی دهغه حال بیان شو - اومراد دادی چه دریاب نه اگرچه دی بچ شو لیکن د اوچی دعذاب نه نه شی بچ کیدی ( أَنْ يَخْسِفَ) په شان دقارون (أَوْ يُرْسِلَ) په شان دقوم لوط اوداسی په سورة ملک (۱۷،۱۶) کښی هم دی -
[۶۹] داهم تخویف دی دمخکښی په شان مطلب ئی دادی چه اللّه تعالٰی به دغه کس لره دریاب ته دوباره بوځی اوغرق به ئی کړی نوڅوک به ئی بچ کړی (تَبِيعًا) هغه څوک دی چه بدله اخلی دخپل دشمن نه -
[۷۰] په دی آیت کښی ترغیب دی په ذکر د څلورو انعاماتو عامو سره دپاره ددی چه دوی شکراوکړی په توحید منلوسره، نودهغه عذابونونه به بچ شی چه مخکښی بیان کړی شول - اول انعام (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا) سره بیان شوی دی اودا کرامت عام دی په نطق او په تمیزسره اوپه عقل سره اوپه نیغ قامت سره اوپه ښائسته شکل سره اوپه خوراک کولو په گوتو سره اوتابع کول دنورمخلوق هغوی لره، اودارنگ اکرام دسړی په ږیره سره اواکرام دزنانوپه کونڅوسره، دا ټول په دی کښی داخل دی دوهم انعام سورلی په اوچه کښی په گاډو، موټرو او اوښانو، آسونو، خچرو او خرو وغیره سره اوپه دریابونو کښی په کشتو، لانچونواوجهازونو وغیره سره دریم انعام په دی کښی خوراک، څښکاک اولباس داخل دی چه په هغی کښی قسم قسم مزیدار خوش رنگ څیزونه دی - څلورم انعام فضیلت ورکړی دی په ډیرمخلوق باندی جمادات، نباتات، حیوانات او جنس ملائک هم دبعضی اهل علم په نیزپه کښی داخل دی اوکه مراد دفضیلت نه ظاهری وی نودا شامل دی کافرانوته هم اوکه فضیلت معنوی وی نودا خاص دی په مؤمنانوپوری -
[۷۱] روستو دذکر دانعاماتو دعامو خلقونه اوس فرق ذکرکوی په مینځ دمؤمنانو او دکافرانو په آخرت کښی نوپه دی آیت کښی بشارت اخروی دی او مراد د اِمَامِ، نه پیشوا دقوم دی که هدایت والا وی او که گمراه وی، دوهم قول دادی چه مراد د امام نه عملنامه ده اوداقول غوره دی دریم قول دادی چه مراد دامام نه نبی دی اوابن کثیر نقل کړی دی دبعضی سلفونه چه لوی شرافت د اصحاب الحدیث دادی چه امام ددوی نبی ﷺ دی اوتفسیر ددی په امام د مذهب سره بی دلیله قول دی، اوتفسیردامام په مورسره داتحریف دی دنصوصو خلاف دی ځکه نصوص په دی شاهد دی چه په ورځ دقیامت کښی نسبت دهرکس به دهغه پلار ته کیدی شی سیوا د عیسیٰ علیه السلام نه هان که چیری پلار ئی نه وی یعنی ولدالزنا وی نوبغیردنسبت نه به رابللی کیدی شی -