إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا ﴿۶۵﴾ رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿۶۶﴾ وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الْإِنْسَانُ كَفُورًا ﴿۶۷﴾
یقیناً ځما بندگان نیشته تالره په دوی باندی وس دگمراه کولو اوپوره دی ستا رب ذمه وار ﴿۶۵﴾
رب ستاسو داسی ذات دی چه چلوی ستاسو دپاره کشتئ په دریاب کښی دپاره ددی چه طلب کړئ فضل د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی دی په تاسوباندی رحم کؤونکی ﴿۶۶﴾
اوکله چه اورسی تاسوته تکلیف په دریاب کښی نوهیرشی ستاسونه هغه څوک چه تاسوئی په حاجتونو کښی بلئ سیوا د اللّه تعالٰی نه پس هرکله بچ کړی تاسو اوچی ته تاسو مخ گرځوئ (دتوحیدنه) اودی انسان ناشکره ﴿۶۷﴾
[۶۵] په دی کښی حفاظت دبعضی بندگانو د ابلیس نه ذکردی اوپه عِبَادِي کښی اضافت دتخصیص دپاره دی چه هغوی ته ئی په نورو آیاتونو کښی مخلصین وئیلی دی (وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا) په دی کښی اشاره ده چه دا بندگان په عصمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (سُلْطَانٌ) مراد ددی نه غلبه دگمراه کولو یا دلیل مراد دی -
[۶۶] په دی کښی دلیل عقلی ذکردی اوعام انعام ئی ذکرکړی دی روسته دخاص انعام نه یعنی دشیطان نه بچ کول خاص انعام دی په خاص بندگانوباندی اود دریاب دغرقیدلونه بچ کول عام انعام دی مشرکانو ته هم شامل دی -
[۶۷] په دی آیت کښی زجردی مشرکینوته په ضعف د طریقه دهغوی چه په سختئ کښی صرف اللّه تعالٰی رابلی اوبیا ورسره شریک جوړوی داسی په سورة یونس (۲۲) اوسورة عنکبوت (۶۵) او سورة لقمان (۳۲) کښی هم دی -