رُبَمَا ۶۱۲ اَلنَّحْل

إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ قُلُوبُهُمْ مُنْكِرَةٌ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ ﴿۲۲﴾ لَا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ ﴿۲۳﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۲۴﴾

حق دار دبندگئ ستاسو یو اِلٰه دی پس هغه کسان چه دوئ‌ ایمان په آخرت نه لری زړونه ددوئ بد گنړی توحید لره او دوئ‌ لوئی کؤونکی دی ﴿۲۲﴾
خامخا اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه دوئ ئی پټوی اوهغه چه دوئ‌ ښکاره کوی یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی لوئی کؤونکی ﴿۲۳﴾
اوکوم وخت چه دوئ ته اوئیلی شی چه څه نازل کړی دی رب ستاسو دوئ وائی دا دروغ قصی دی د زړوخلقو ﴿۲۴﴾

[۲۲] په دی آیت کښی تفریع ددعوی دتوحید ده په مخکښی دلیلونوباندی اوبیا زجردی منکرینوته، اوانکار دزړه صفت دی او استکبارپه قول او عمل سره ښکاره کیږی -
[۲۳] په دی آیت کښی زجردی په استکباردتوحید نه (مَا يُسِرُّونَ) اشاره ده انکاردزړونوته (وَمَا يُعْلِنُونَ) اشاره ده استکبارظاهری ته اوفرق په مینځ د تکبراو استکبارکښی دادی چه تکبرکله مستعملیږی په کبریا دحق کښی چه هغه له حق دلوئی وی اوپه دی معنیٰ متکبر د اللّه تعالٰی په اسماء حسنیٰ کښی دی اوکله مستعملیږی په ناحق لوئی کولوکښی بغیردحق نه اوهرچه استکباردی نوهمیشه مستعلمیږی په ناحق لوئی کولوکښی نوددی صفت په کولو کښی ډیرقباحت دی په نسبت دمتکبرسره -
[۲۴] په دی آیت کښی زجردی په انکار دقرآن سره چه بیانوؤنکی دتوحید دی مطلب دادی چه کله مشرکانو ته اوئیلی شی چه په دی قران کښی واقعات او دلیلونه دتوحید شته نوددی منل خوپه کاردی نودوئ وائی چه دا هسی دروغ قصی دمخکنوخلقو دی داد اللّه تعالٰی کتاب نه دی لکه چه نن زمانه کښی باطل پرستو ته اوئیلی شی چه قرآن کریم کښی رد دهرقسم شرک دی نودوی جواب کوی چه دا آیتونه دمخکنو‌په باره کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>