رُبَمَا ۶۱۱ اَلنَّحْل
وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۱۶﴾ أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۷﴾ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۸﴾ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۱۹﴾ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۲۰﴾ أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿۲۱﴾
(اوپیداکړی دی) نښی او په ستوری سره دوی لار مومی ﴿۱۶﴾
آیا پس هغه څوک چه پیدائش کوی په شان دهغه کس دی چه نشی پیدائش کولی آیا پس نصیحت نه اخلئ تاسو ﴿۱۷﴾
اوکه شماره شروع کړئ تاسو دنعمتونو د اللّه تعالٰی نو نه شئ راگیرولی په شمارکښی یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۱۸﴾
او اللّه تعالٰی پیژنی هغه څه چه پتوئ تاسو اوهغه چه ښکاره کوئ ﴿۱۹﴾
اوهغه کسان چه دوئ ترینه حاجتونه غواړی د اللّه تعالٰی نه سیوا نشی پیدا کولی هیڅ شی اودوئ پیداکړی شوی دی ﴿۲۰﴾
دا مړه دی نه دی ژوندی (په دنیاوی ژوندسره) او دوئ نه پوهیږی چه کله به دوباره ژوندی کیږی ﴿۲۱﴾
[۱۶] په دی کښی دیارلسم دلیل دی مراد دعلامات نه هغه نښی دی چه په لاورکښی موجود وی اودهغی په سبب مقصد ته رسیدل کیږی یامراد دعلامات نه غرونه دی یعنی غرونه ئی دمختلفو ملکونودپاره نښی گرځولی دی، اودنجم نه مراد ستوری د جدی او فرقدین (داد ستورو نومونه دی) دی - اوپه هغه سره قطب معلومیږی اوبیا دهغی په سبب سره قبله معلومیږی -
[۱۷] دا زجردی مشرکینوته چه دوی خالق دمخلوق په شان په بندگئ کښی گرځولی دی -
[۱۸] په دی کښی تنبیه ده په دی خبرو چه نعمتونه صرف دغه نه دی چه کوم تیرشول بلکه بی شماره دی نودی کښی هم اشاره ده دلیل دتوحید ته اوهرکله چه نعمتونه بی شماره دی نوانسان دټولوشکرنه شی پوره کولی نووئ فرمائیل چه (إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ) -
[۱۹] په دی کښی رد دشرک فی العلم دی اواشاره ده دیته که شکردنعمتونویاناشکری څوک پټه کوی یاښکاره نو اللّه تعالٰی په هغی عالم دی -
[۲۰] په دی کښی رددی په شرک فی الدعاء باندی سره دشرک فی التصرف نه -
[۲۱] په دی کښی هم رد د شرک فی التصرف او فی العلم دی یعنی معبودان ددی مشرکانو د اللّه تعالٰی نه سیوا مړه دی اومړی علم او تصرف نه لری نوولی دوئ دهغوئ نه مدد غواړی -
فائده: دا آیت خاص په بوتانو پوری نه دی ځکه چه الفاظ ددی آیت عام دی بلکه دا شپږصفتونه (خلق نشی کولی، مخلوق دی، مړه دی، ژوند ترینه زائل شوی دی، شعورنه لری، بعث بعدالموت ئی شته) دپاره د ذوی العقول دی او بتانوته خو مجازاً شاملیږی نوهرکله چه حقیقت موجود دی نومجازی معنیٰ ته هیڅ حاجت نیشته - او ددی وجی نه تفسیرروح المعانی کښی ذکر کړی دی چه دا آیت شامل دی ملائکو او انبیاؤ او اولیاؤ ته بیاکه څوک شبه اوکړی چه ملائک او عیسیٰ علیه السلام چه مشرکان هغوی لره عبادت کوی هغوی خو مړه نه دی، نواول جواب دادی چه اموات معنیٰ داده چه مرگ پری راتلی شی اودغیراحیاء معنیٰ داده چه همیشه به ژوندی نه وی نوکه فی الحال مړه وی اوکه مړه نه وی دواړو ته شامل شو - دوهم جواب دادی چه دا آیت خاص دی په هغه معبودانوپوری چه هغوئ مړه شوی دی اوپس دمرگ نه مشرکان د هغوئ بندگی کوی اوحاجتونه ترینه غواړی لکه قبرپرست خلق شو - نو معنیٰ داشوه چه ستاسو معبودان ای قبرپرستو مړه دی اود (غَيْرُ أَحْيَاءٍ) معنیٰ داده چه دنیاوی ژوند ورله نیشته اوهرچه برزخی ژوند دی نوثابت دی په نورو دلیلونوسره - ددی نه استدلال کیدی شی چه اولیاء شهداء وغیره چه مړه شوی دی نودهغوی دپاره حیات دنیویه نیشته بلکه حیات برزخیه دی -