وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ﴿۲۴﴾ وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِنْ دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَنْ يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۵﴾
اویقیناً هغی پوره اراده اوکړه دهغه اواراده به کړی وی هغه که نه وی لیدلی دلیل درب دطرف نه دغسی (اوساته مونږدی) ددی دپاره چه واړؤو دده نه بدکار او بی حیائی یقیناً ؤو دی دبندگانو خمونږ نه چه بچ ساتلی شوی دی ﴿ ۲۴ ﴾
اودواړه منډه کړه دروازی ته او اوشلوو دی ښځی قمیص دهغه دشاطرف نه اوبیا اوموندو دواړو خاوند دښځی د دروازی سره دی اوئیل نیشته سزا دهغه چاچه غواړی ستا دکوروالاسره بدکاری سیواددی نه چه جیل ته کړی شی یا دردناک عذاب ﴿ ۲۵ ﴾
[۲۴] په دی آیت کښی اول ذکردی دکلکی ارادی د زلیخا په باره دیوسف علیه السلام کښی اوبیائی ذکرکړی دی سبب دپاکدامنئ د یوسف علیه السلام اوعصمت دهغه (وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ) تحقیق والاوئیلی دی چه د هَم دوه قسمه دی اول (هَم ثابت) چه هغه په معنیٰ دعزم سره دی اوپه هغی کښی قصد اواختیاردی اوداهم د زلیخا وو په دلیل دهغه چه په مخکښی آیت کښی ذکرشول (مراوده، اودروازی بندول اوازورکول) اوپه دلیل دلام اوقد سره - او دوهم (هَم عارض) دی په زړه کښی بی اختیاره تیریدل اوهغه گناه نه دی نویوقول دمفسرینودادی چه هَم دیوسف په دی معنیٰ سره دی اودوهم قول دادی چه هَم دیوسف علیه السلام په معنیٰ دعزم سره دی لیکن معلق دی په (لَوْلَا أَنْ رَأَ) پوری یعنی دوجی دلیدلو دبرهان درب نه هَم ئی نه دی کړی په دی کښی غوره قول دادی چه یوسف علیه السلام دوجی دلیدلو دبرهان نه هَم نه دی کړی - اودلیل په دی باندی روستنئ جمله ده نودالفظ چه (لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ) دی په معنی کښی وړاندی دی په هَمَّ بِهَا باندی - اومراد برهان نه علم دنبوت اوشریعت دی چه ذکرشوی دی په آیت (۲۲) کښی - اوکوم تفسیرونوچه د هَم په باره کښی لیکلی دی چه ازاربندئی پرانستلو اونزدی شو اودبرهان په باره کښی وئیلی دی چه دا صورت دیعقوب علیه السلام وؤ یا آواز ورته اوشو نوداټول اسرائیلات دی اوددی آیت دراتلونکو جملو او د هی رادوتنی او شهادت د شاهد نه مخالف دی محققینومفسرینو په دی باندی رد کړی دی (السُّوءَ) مراد ددی نه هَم اوگناه صغیره دی (وَالْفَحْشَاءَ) مرا ددی نه زنا او گناه کبیره دی (الْمُخْلَصِينَ) په دی کښی اشاره ده چه انبیاء علیهم السلام په عصمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -
[۲۵] په دی آیت کښی دزلیخا دطرف نه دری مکرونه ذکردی اول منده وهل په یوسف علیه السلام پسی تردروازی پوری او یوسف علیه السلام ددی نه تیخته کوله دپاره دبچ کیدلو - اودوهم مکرقمیص شلول دی دشاطرف نه - دادلیل دی چه یوسف علیه السلام مخکښی زورکولو دبچ کیدلو دپاره اوښځی روستو راښکلوځکه قمیص اوشلیدلو اودریم مکربدنامی لږول دی - په هغه باندی چه ده اراده کړی ده د بدئی اوبیا هغی تجویز پیش کولو په باره دسزا دهغه کښی دپاره ددی چه په هغه جرم ښکاره شی (سَيِّدَهَا) مراد دسید نه خاوند دی اودادلیل دی چه سید د اللّه تعالٰی نه سیوا په بندگانوباندی هم اطلاق کیدی شی (الْبَابِ) ئی مفرد ذکرکړی دی ځکه وتل دیودروازی نه کیدی شی - او مخکښی ئی الابواب جمع ذکرکړی وؤ ځکه چه راگیرولو دپاره ټولی دروازی بندول په کار وی -