وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۹ يوسف

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۲﴾ وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾

اوهرکله چه دی اورسیدلوځوانئ‌ ته نوورکړه مونږده ته دفیصلو(قوت) اوپوهه ددین اودغسی بدله ورکؤو مونږښائسته عمل کوونکوته ﴿ ۲۲ ﴾
اواغولولو ده لره هغی ښځی چه دی دهغه په کورکښی وو دده دنفس په باره کښی اوبندی کړی ټولی دروازی اواوئیل ئی دلته راشه تاته وایم هغه اوئیل پناه غواړم په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه ځما پالنه کوی ښائسته کړیدی ځای داوسیدلوځما یقیناً نشی بچ کیدی ظالمان ﴿ ۲۳ ﴾

[۲۲] ددی آیت نه دریم مقام دی تر (۲۹) پوری په دی کښی ذکردابتلاء دیوسف علیه السلام دی په سبب دښځی دعزیزمصرسره دهغی طلب کول اودروازی بندول اویوسف علیه السلام ته دعوت دفحاشئ ورکول اوکلکه اراده کول اوپه هغه پسی منډه وهل دهغه قمیص شلول اوپه هغه باندی تهمت لږول - بیا ذکرداحسان د اللّه تعالٰی دی په یوسف علیه السلام باندی دهغه په پاکدامنئ ښکاره کولو سره - په فیصله کولو دیوشاهد سره - په دی آیت (۲۲) کښی ذکرداحساناتود اللّه تعالٰی دی په یوسف علیه السلام باندی په نبوت ورکولوسره اوپه علم ورکولو ددین سره (أَشُدَّهُ) بلوغ ته وئیلی شی اوبعضو وئیلی دی چه داتلس کالونه تردیرش پوری اشد وی (حُكْمًا وَعِلْمًا) مراد دحکم نه نبوت دی چه په سبب دهغی سره فیصلی کوی یامراد په دی سره صرف قوت دفهم دی دفیصلی کولو او عِلْمًا بناپه اول باندی تاکید دی اوبنا په دوهم باندی تعمیم بعد التحصیص دی (وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) هرکله چه مراد د حکمًا نه نبوت وی نواعتراض واردیږی چه حاصل معنیٰ ددی جملوداشوه چه نبوت داحسان په جزا کښی ملاویږی اوحال دادی داهل سنت والجماعت په نیزباندی نبوت کسبی څیز نه دی یعنی دیوکسب اومحنت په ذریعه سره نه حاصلیږی؟ نوجواب دادی چه نجزی په معنیٰ دبدله ورکولو سره نه دی بلکه په معنیٰ دکفایت سره دی ځکه چه لسان العرب لیکلی دی جزیٰ په معنیٰ د کفیٰ سره هم راځی نومعنیٰ داشوه (نودغسی مونږپوره نعمت ورکوؤ انبیاؤ علیهم السلام ته) اوانبیاء دپیدایش نه محسنین دی اوکه چیری مراد دحکمانه پوهه ددین اودفیصلووی نوداشد نه مراد منتها دځوانئ ده یعنی دځوانئ سره ئی چه احسان سره دعمل نه کړی وی نوپه هغی سره حکم او علم ملاویږی -
[۲۳] په دی آیت کښی ذکردابتلاء دی د یوسف علیه السلام په سبب دښځی په دریوطریقوسره - اول مِرَاوَدَة کول - مراد دمراودی نه په ټگئ او چالاکئ سره ځان ته مائیله کول دی - بعضی مفسرینووئیلی دی چه هغی ښځی دده دویختو صفت اوکړو نوهغه جواب اوکړو چه په مرگ سره دا د انسان نه اول دوړیږی بیا هغی دسترگوصفت اوکړو نوهغه اوئیل چه په قبرکښی دا اول په مخ باندی رابهیږی بیا هغی اوئیل چه ستا دامخ ډیرښائسته دی نوهغه اوئیل چه داهم دخاورو دپاره دی داټولی حیلی دی ته مراوده وئیلی شی - دوهمه طریقه دروازی بندول - اودروازی ئی جمع ذکرکړی دی چه دهغه دمکان ډیری دروازی وی - اوراگیرول دیوتن هله کیدی شی چه ټولی دروازی بندکړی شی - دریمه طریقه دعوت ورکول وؤ یوسف علیه السلام له ځان طرف ته (هَيْتَ لَكَ) دا اسم دی په معنیٰ د تعال او اقبل سره اومجاهدوئیلی دی چه داعربی کلمه ده استعمالیږی دپاره دتیزئ ورکولو په څیزباندی (قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ) دا دلیل دی په دی خبره چه پیغمبران دگناه او دمعصیت نه په بچ کیدلوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (إِنَّهُ رَبِّي) مراد ددی نه اللّه تعالٰی دی - یامراد ددی نه عزیزدمصردی اومعلومه شوه چه درب اطلاق په غیراللّه باندی جائزدی په دی شرط چه مطلق نه وی یااضافت عامه نه وی لکه رب العالمین او رب الناس ځکه داخاص دی په اللّه تعالٰی پوری (الظَّالِمُونَ) په دی کښی اشاره ده چه خیانت کول په کور دمولٰی کښی اوبدکاری کول ظلم دی -