وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى ﴿۱۵﴾ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۱۶﴾ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۱۷﴾ إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى ﴿۱۸﴾ صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى ﴿۱۹﴾
او یاد ئی کړو نوم د رب خپل نو مونځ ئی اوکړو ﴿۱۵﴾
او یاد ئی کړو نوم د رب خپل نو مونځ ئی اوکړو ﴿۱۶﴾
او آخرت غوره دی او همیشه دی ﴿۱۷﴾
یقیناً دا په کتابونو مخکنو کښی شته دی ﴿۱۸﴾
چه کتابونه د ابراهیم او موسیٰ (علیهما السلام) دی ﴿۱۹﴾
[۱۷،۱۶] دا دریمه دعویٰ د سورة ده زجردی په حب ددنیا سره - (بَلْ) په دی کښی ترقی ده یعنی تاسو تزکیه نه کوئ بلکه ژوند دنیوی غوره کوئ هغه مخکښی کوئ په آخرت باندی د هغی دپاره محنت کوئ اوآخرت له محنت نه کوئ - وجه د غوره والی داده چه آخرت مشتمل دی په سعادت بدنیه او روحانیه باندی او دنیا داسی نه ده او دارنگ مزی ددنیا گډی دی د مصیبتونوسره او د آخرت مزی خالصی دی - او دآخرت نعمتونه همیشه دی او ددنیا متاع فانی ده -
[۱۹،۱۸] دا دلیل نقلی دی د مخکښی کتابونونه - هَذَا اشاره ده مضمون دټول سورة ته په قول د ضحاک سره (صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى) داسی په سورة نجم (۳۷،۳۶) کښی هم ذکر دی او ددی تخصیص ددی وجی نه دی چه اهل مکه خو د ابراهیم علیه السلام د ملت دعویٰ کوله او د موسیٰ علیه السلام امت په دغه وخت کښی نزدی موجود وؤ -