تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۸ اَلْمُزَّمِّل
إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا ﴿۱۵﴾ فَعَصَى فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْنَاهُ أَخْذًا وَبِيلًا ﴿۱۶﴾ فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِنْ كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا ﴿۱۷﴾ السَّمَاءُ مُنْفَطِرٌ بِهِ كَانَ وَعْدُهُ مَفْعُولًا ﴿۱۸﴾ إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۱۹﴾
یقیناً را لیږلی مونږ تاسوته رسول، بیانوؤنکی تاسوته لکه چه لیږلی وؤ مونږ فرعون ته رسول ﴿۱۵﴾
نونافرمانی اوکړه فرعون دهغه رسول نو اونیو مونږ دی په سختو نیولو سره ﴿۱۶﴾
نو څنگه به بچ شئ تاسو که چیری کفر (انکار) کوئ دهغی ورځ چه اوبه گرځی (شی به) بچی بوډاگان ﴿۱۷﴾
آسمان به اوشلیږی په دغه ورځ دا وعده ده پوره کیدونکی - ﴿۱۸﴾
یقیناً دا (سورت) نصیحت دی نو څوک چه غواړی اودی نیسی خپل رب ته لار ﴿۱۹﴾
[۱۶،۱۵] دا تخویف دنیوی دی اوبیان د هغه عذاب دی چه په مهلهم کښی هغی ته اشاره وه - ددی صفت مصداق یاپه دنیا کښی دی یاپه آخرت کښی که په دنیا کښی وی نو مراد دشهادت نه تبلیغ او بیان د حق دی او صله د علٰی دپاره د الزام حجت ده په خلقو باندی یعنی دا رسول ﷺ تاسو ته حق بیانوی چه په تاسو باندی حجت قائم شی اوهرچه په آخرت کښی دی نو مراد دشهادت نه گواهی کول دی په انکار دمنکرینو او تزکیه کول د مؤمنانو لیکن دا گواهی خاص ده په حاضرینو پوری په دلیل دسورة مائده (۱۱۷) سره چه په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی ده اوپه حدیث بخاری کښی دغه شهادت ځمونږ د نبی ﷺ په باره کښی هم ذکردی (إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولًا) دفرعون او موسیٰ علیه السلام مثال ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه مکی والا په دغه وخت کښی دیهودو په واسطه سره د موسیٰ علیه السلام صدق اود فرعون دهلاکت نه پوره خبروؤ د نورو قومونو د واقعاتو نه بیا روستو خبرشول (وَبِيلًا) مراد ددی نه هغه ټول عذابونه وؤ چه په فرعونیانوباندی راغلی وؤ طوفان، جراد، قمل، ضفادع او وینه او آخری غرقیدل -
[۱۸،۱۷] په دی کښی سخت زجردی سره دتخویف اخروی نه او تفریع ده په عذاب دفرعون باندی - (فَكَيْفَ) استفهام انکاری دی یعنی په هیڅ طریقه سره تاسو نشئ بچ کیدلی (يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ) ددی جملی په مقصد کښی دری احتمالونه دی اول داچه ډیر هیبت دوجی نه به اول د بچو ویخته سپین شی او کمزوری به شی حقیقةً بیابه ئی اللّه تعالٰی خپل حالت ته واپس اوگرځوی دوهم احتمال دادی چه دا په طریقه د مثال سره دی دپاره د ډیر هیبت دهغی ورځی یعنی بالفرض که په هغه وخت کښی بچی وی او هیبت ورباندی راشی نو بوډاگان به شی دریم احتمال دادی چه دا اشاره ده په طریقه د مثال سره اوږد والی دهغه ورځی ته -
[۱۹] دا ترغیب دی قرآن ته او مضمون ددی سورة ته ځکه چه هَذِهِ اشاره ده ټولو آیاتونو دقرآن ته یا اشاره ده دی سورة ته (إِلَى رَبِّهِ) رضا د رب ته، قربت دهغه ته، توحید دهغه ته ټولی معانی مراد کیدلی شی -