تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۰ اَلْجِنّ
وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَى آمَنَّا بِهِ فَمَنْ يُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا ﴿۱۳﴾ وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا ﴿۱۴﴾ وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا ﴿۱۵﴾ وَأَنْ لَوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُمْ مَاءً غَدَقًا ﴿۱۶﴾ لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَنْ يُعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ﴿۱۷﴾ وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ﴿۱۸﴾
اویقیناً هرکله چه مونږ واریدلو هدایت نو ایمان راوړو مونږ په هغی نو چاچه ایمان راوړو په رب خپل نو نه ویریږی د نقصان او نه د زیاتی نه ﴿۱۳﴾
او یقیناً بعضی ځمونږ مسلمانان دی او بعضی ځمونږ نه کاږه روان دی نو چاچه اسلام قبول کړو نو دغه کسانو اموندله نیغه لار (هدایت) ﴿۱۴﴾
او هرچه کاږه روان دی نو دوی دی د جهنم دپاره خشاک ﴿۱۵﴾
(اودا وحی راغله) چه دا خلق روان شو په برابر لار باندی نو خامخا څښوؤ به مونږ په دوی باندی اوبه ډیری ﴿۱۶﴾
ددی دپاره چه ازمیښت اوکړو ددوی په دی کښی او چاچه مخ واړؤ د ذکر درب خپل نه نو داخل به کړی ده لره عذاب سخت ته ﴿۱۷﴾
(اوداوحی ده) چه یقیناً ځایونه د سجدی خاص اللّه تعالٰی لره دی نو مه بلئ د اللّه تعالٰی سره بل څوک (مددگار) ﴿۱۸﴾
[۱۳] ددی نه معلومیږی چه تیرشوی آیاتونو کښی حال دقرآن آوریدلو نه مخکښی ذکروؤ او په دی کښی دهغی نه روستو حال ذکرکوی (الْهُدَى) مراد ددی نه قرآن دی په قرینه د (۲) سره -
[۱۵،۱۴] دا ذکر د حال دتفرق ددوی دی روستو د نزول دقرآنه - (سوال) په (۱۱) کښی ذکر وؤ چه ډیری ډلی دی او دلته ئی دوه ډلی ذکرکړی دی؟ (جواب) دا په شان د (۱۹) دسورة حج دی یعنی د ټولو خلاصه دا دوه دی (الْقَاسِطُونَ) لسان العرب کتاب کښی وئیلی دی چه ددی مصدر قسوط په معنیٰ د جور اوظلم سره راځی او ددی استعمال صرف په مجرد سره دی او قاسطون په معنیٰ د جائرون سره دی او قسط مصدر په معنیٰ دعدل سره دی اوپه دی کښی اَقْسَطَ او قَسَطَ دواړه استعمالیږی (لِجَهَنَّمَ حَطَبًا) (سوال) پیریان د اور نه پیدا دی نو اور سره څه رنگ عذاب ورکیدی شی؟ (جواب) اگرچه ددوی ماده د پیدائش اور دی لیکن اللّه تعالٰی دوی له داسی بدنونه ورکړی دی چه اورباندی اثر کولی شی لکه چه انسان د خټی پیدا دی لیکن دخټی گذار چه ورباندی اوکړی شی نو بدن ئی درد کوی - په دی آیاتونو کښی بشارت او تخویف دواړه ذکرشول اوپه دی باندی د پیریانو کلام ختم شو -
[۱۷،۱۶] او دوهمه وحی ده او قول د اللّه تعالٰی دی په قرینه لَأَسْقَيْنَاهُمْ (صیغه د متکلم سره) بیا په دی آیت کښی د مفسرینو دوه اقوال دی اول داچه د الطریقه نه مراد طریقه د هدایت او د توحید او ایمان ده - (مَاءً غَدَقًا) مراد ددی نه وسعت د روزئ دی لکه چه په سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی ذکرشول اودارنگ په سورة مائده (۶۶) او سورة اعراف (۹۶) کښی ذکر دی او (لِنَفْتِنَهُمْ) نه مراد ابتلاء او امتحان دی په سبب د دنیوی نعمتونو سره بنا په دی قول سره دا بشارت دنیویه دی (وَمَنْ يُعْرِضْ) تخویف دنیوی او اخروی دی - او دوهم قول دادی چه الطریقه نه مراد لار دگمراهئ ده او لَأَسْقَيْنَا نه مراد استدراج دی لکه سورة انعام (۴۴) کښی او د لِنَفْتِنَهُمْ، نه مراد فتنه د عذاب ده (عَذَابًا صَعَدًا) دا تخویف اخروی دی لیکن قرطبی وئیلی دی چه په دی کښی اول قول حق ته قریب دی ځکه چه استقامت په هدایت کښی استعمالیږی -
[۱۸] (الْمَسَاجِدَ) دا لفظ شامل دی مسجدونو ته او اندامونه د سجده لگولو ته او عام ځایونه د سجدی کولو ته او دا اقوال مفسرینوی نقل کړی دی اودری مساجد خاصو ته هم شامل دی - مسجد حرام، مسجد نبوی او مسجد اقصیٰ (لِلَّهِ) دا نسبت د اللّه تعالٰی شریفاً او اکراماً دی ددی وجی نه چه په هغی کښی ملکیت د غیر نه نه وی بلکه وقف وی اوپه هغه کښی به صرف د اللّه تعالٰی ذکرکیږی او په دی وجی سره مسجد ته د اللّه تعالٰی کور وئیلی کیږی (فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) ابن کثیروئیلی دی چه په دی کښی رد دی په یهود او نصاریٰ باندی چه هغوی په خپلو عبادت خانو کښی شرک کوی اوپه دی کښی رد د شرک فی الدعا هم دی اومراد ترینه عام دی په طریقه د ذکر دخاص، او مراد ترینه عام دی یعنی په مسجد کښی رکوع او سجده او بلنه کول غیراللّه ته او ذکردنوم د غیراللّه په طریقه د تعظیم سره دا ټول حرام دی - اودا حرمت عام دی لیکن تخصیص د مساجدو دمزید قباحت دوجی نه دی اوپه دی زمانه کښی جاهلانو ډیرشرکی عملونه په مساجدو کښی شروع کړی دی، څوک مونځ په مسجد کښی د اولیاؤ دپاره کوی څوک په مسجد کښی وظیفه د یارسول اللّه او وظیفه د یا شیخ عبدالقادر شیئاً لِلّه کوی څوک د مسجد په محراب او دیوالونو باندی یا محمد یا غوث اعظم لیکی دا ټول دشرک اعمال دی اوددی آیت نه صریح مخالفت کول دی اوقرطبی ذکرکړی دی چه په دی کښی اشاره ده چه په مسجد کښی تجارت مه کوئ او د ورک شوی څیزونو د طلب دپاره آوازونه مه کوئ دنیوی مجلسونه په کښی مه کوئ - هان په مسجد کی درس ددینی کتابونو، قضا کول، قیدیان بندول او دینی شعرونه وئیل جائزدی په سبب دهغه احادیثو سره چه ددی په جواز باندی دلالت کوی -