تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۷ المعارج
وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ ﴿۲۴﴾ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۲۵﴾ وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۲۶﴾ وَالَّذِينَ هُمْ مِنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ ﴿۲۷﴾ إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ ﴿۲۸﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۲۹﴾ إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿۳۰﴾ فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿۳۱﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿۳۲﴾
او هغه کسان چه په مالونو ددوی کښی حصه ده مقرر ﴿۲۴﴾
دپاره د غوختونکی او د بی نصیبه ﴿۲۵﴾
او هغه کسان چه تصدیق کوی د ورځ د جزاء ﴿۲۶﴾
او هغه کسان چه دوی د عذاب د رب خپل نه ویره کوؤنکی دی ﴿۲۷﴾
یقیناً دعذاب د رب ددوی نه څوک په امن کښی (بی ویری) نه دی په کار ﴿۲۸﴾
او هغه کسان چه د خپلو عورتونو (دپردی ځایونه) ساتنه کوی ﴿۲۹﴾
مگرپه بیبیانو خپلو باندی اوپه وینځو خپلو باندی یقیناً دوی نه دی ملامته کړی شوی ﴿۳۰﴾
نو چاچه اولټوؤ سیوا ددی نه نو دغه کسان دوی دحد نه تیروتونکی دی ﴿۳۱﴾
او هغه کسان چه دوی د امانتونو خپلو او لوظونو خپلو لحاظ کوؤنکی دی ﴿۳۲﴾
[۲۵،۲۴] د عبادت بدنیه نه روستو عبادت مالیه ذکر کوی (مَعْلُومٌ) مراد ددی نه تقرر شرعی دی برابره خبره ده که فرض وی او که واجب وی په حقوق اللّه کښی وی اوکه په حقوق العباد کښی وی نودا عام دی (لِلسَّائِلِ) هغه دی چه خپل حاجت ښکاره کوی - او (وَالْمَحْرُومِ) محروم هغه دی چه حاجت نه ښکاره کوی نو اکثر محروم ته ورکیدل نشی کیدلی -
[۲۶] تصدیق د ورځ جزا مستلزم دی چه نیک اعمال کوی دپاره دتیارئ د دورځ دقیامت او دارنگ دا صفت مستلزم دی اخلاص لره په عبادات بدنیه او مالیه کښی ددوی وجی نه دهغی د عبادتونو نه ئی روستو ذکرکړو - او تصدیق د یقین نه عام دی یعنی په خپله هم په قیامت باندی عقیده ساتی اوچه څوک ورله دهغی په باره کښی خبرورکړی نو هم امَنَّا او صدقنا وائي او یقین خو صرف عقیدی لرلو ته وئیلی کیږی -
[۲۸،۲۷] مخکنی صفت کښی اشاره وه طاعات کولوته د وجی د یقین د ورځ دقیامت نه اوپه دی صفت کښی اشاره ده اجتناب د معاصی ته د وجی دویری د عذاب نه (مُشْفِقُونَ) هغه خوف چه اثر ئی په ظاهربدن باندی ښکاره کیږی او داسی خوف مستلزم وی رغبت لره (إِنَّ عَذَابَ) دا علت د ماقبل دی یعنی هیڅ چالره مناسب نه دی چه د عذاب د اللّه تعالٰی نه بی غمه او بی فکره شی د وجی د طاعتونو خپلو نه ځکه چه اللّه تعالٰی باندی دچا د طاعت کولو احسان نه راځی - هان د عذاب الٰهی نه بی فکری خود خاسرینوکار دی لکه سورة اعراف (۹۹) کښی ذکرشوی دی -
[۳۱،۳۰،۲۹] مخکښی د زړه اعمال ذکرشول یعنی تصدیق او اشفاق اوس دفرج عمل (حفاظت) ذکرکوی او حفاظت عام دی پرده کولو او د بدکارئ نه بچ کولو ته شامل دی - او ما ملکت ئی په ازواج باندی عطف کړی دی دلیل دی چه د خپلی وینځی (مملوکی) سره د نکاح کولو نه بغیر فائده اخستل جائز دی (وَرَاءَ ذَلِكَ) په دی کښی هرشهوت رانی چه بغیر د نکاح شرعی او دمملوکیت نه وی هغه داخل ده یعنی زنا کول د نارینو استعمال کول متعه کول شغار کول وغیره (الْعَادُونَ) د عدوان نه ماخوذ دی -
[۳۲] (لِأَمَانَاتِهِمْ) هره ذمه داری چه په انسان باندی عائد کړی شی که د طرف د اللّه تعالٰی نه وی یا دطرف د مخلوق نه وی هغی ته امانت وئیلی کیږی اوهرعقد او خبره چه جانبین په هغی باندی پابند کړی شی نو هغی ته عهد وئیلی کیږی - که عهود د اللّه تعالٰی وی اوکه عهود د بندگانو وی -