قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۵ اَلتَّحْرِیْم
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷﴾
ای ایمان والو بچ کوئ ځانونه خپل او بال و بچ خپل د اورنه چه خشاک دهغی خلق دی او گټی دی په هغی اورباندی مقرر دی ملائک سخت (طبیعت والا) طاقتور نافرمانی نه کوی د اللّه تعالٰی نه د هغی چه امرئی کړی وی دوی ته او کوی دوی هغه څه چه دوی ته حکم ورکیدی شی ﴿۶﴾
(اوبه وئیلی شی) او کفروالو بهانی مه کوئ نن ورځ یقیناً بدله درکیدی شی تاسوته دهغه عملونو چه تاسو کوئ ﴿۷﴾
[۶] هرکله چه دمخکښی حاصل داوؤ چه په ښځه باندی د خاوند حق واجب دی دهغه رازونه به نه خوروی د هغه مقابله کښی به تظاهر نه کوی بلکه ځان کښی به د صالحو زنانو صفتونه پیدا کوی نو اوس د ښځو حق په خاوند باندی ذکرکوی (قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا) اهل به بچ کوی په امربالمعروف او نهی عن المنکرسره او په ادابو خودلو سره په عامو حالاتوکښی اومونځ خودلو او امر کولو سره مخکښی دبلوغ نه (وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ) النَّاس مراد ددوی نه کافران مشرکان دی په دلیل دآیت د سورة العمران (۱۰) او سورة بقره (۲۴) سره (عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ) عدد د هغه ملائکو په سورة مدثر (۳۰) کښی ذکرکړی دی او نوم دهغوی زبانیه په سورة علق (۱۸) کښی ذکردی (لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ) فرق د دواړو جملو دادی چه مراد د اول نه دادی چه انکار د اوامرو د اللّه تعالٰی نه نه کوی او مراد دوهم دادی چه عمل کوی په ماموراتو باندی - دوهم فرق داچه اوله جمله په باره دزمانه ماضی کښی ده اودوهمه په باره د مستقبله کښی ده -
[۷] دا آیت هم تخویف اخروی سره تعلق لری او دفع د وهم ده که څوک اووائی چه د ملائکو نه خو نشی بچ کیدلی لیکن کیدی شی چه اللّه تعالٰی ته عذرونه پیش کړی اوهغه ورله عذرونه قبول کړی نوپه دی آیت کښی جواب دی -