قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۶ اَلْحَشْر

لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۱۳﴾ لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۱۴﴾ كَمَثَلِ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۵﴾ كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ ﴿۱۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾

خامخا تاسو ډیر سخت رعب والا ئی په سینو ددوی کښی د اللّه تعالٰی دطرف نه داپه دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه صحیح پوهه نه لری ﴿۱۳﴾
جنگ نشی کولی دوی تاسو سره په یوځای مگرچه کلو قلعه بندوکښی وی یا شاته ددیوالونو نه جنگ ددوی (ډوزی) په کورنئ ددوی کښی ډیرسخت دی گمان کوئ تاسو په دوی باندی یو خلق او حال داچه زړونه ددوی دیو بل نه خلاف دی دا ددی وجی نه چه دوی داسی قوم دی چه عقل نه لری ﴿۱۴﴾
(حال ددوی) په شان د حال دهغه کسانو دی چه ددوی نه مخکښی وؤ په نزدی زمانه کښی او څکله هغوی سزا د کارخپل اودوی لره عذاب دردناک دی ﴿۱۵﴾
(حال ددوی) په شان دحال دشیطان دی کله چه اوائي انسان ته کفر کوه نوهرکله چه هغه کفراوکړی دی ورته اُوائي یقیناً زه جدا یم ستانه یقیناً زه ویره کوم د اللّه تعالٰی نه چه رب العالمین دی ﴿۱۶﴾
نوشو عاقبت د دواړو چه یقیناً دوی به په اور کښی وی همیشه به وی په هغی کښی او دا سزا دظالمانو ده ﴿۱۷﴾
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او فکردی کوی هر نفس دهغه عمل چه لیږی ئی دصبا دپاره او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو چه تاسو ئی کوئ ﴿۱۸﴾

[۱۳] دا علت دی دپاره د ماقبل او په دی کښی دمنافقانو دوه صفتونه ذکرکوی (رَهْبَةً) هغه سخته ویره ده چه سره د اضطراب اود غم نه وی (لَا يَفْقَهُونَ) فقه د کلام په ظاهری مفهوم او دهغی په اشاراتو او حکمتونوباندی پوهیدل دی او داد علم او معرفت او فهم نه اوچته درجه ده -
[۱۴] دا نتیجه د رهبت ددوی ده اوپه دی کښی ددوی څلور قبائح ذکرکوی (تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى) یعنی د مؤمنانو په مخالفت کښی متفق دی لیکن ددوی په عقیدو او خواهشاتواو ارادو کښی ډیر تفاوت او اختلاف دی لیکن اختلاف د زړونو سره ظاهری اتحاد هیڅ فائده نه ورکوی لکه چه په نن زمانه کښی مختلف مسلکونو والا دیوبل سره اتحاد ظاهری اوکړی لیکن دهغی هیڅ صحیح نتیجه نه رااوځی -
[۱۵] دامثال دپاره د تخویف دنیوی دی منافقانوته (وَبَالَ أَمْرِهِمْ) امرنه مراد ددوی کفر اودحق سره دشمنی اود نبی ﷺ سره لوظ ماتول دی - وّبَالَ نه مراد قتل د کفار قریش دی په بدرکښی او ویستل ددوی د کورونو د بنی قینقاع لره -
[۱۷،۱۶] دا دوهم مثال دی لیکن عطف کړی نه دی په ماقبل باندی ځکه اول مثال دعذاب دنیوی دی او دا مثال د دهوکی دمنافقانو دی دیهودو (بنی نضیرو) سره یاداچه اول مثال دیهودیانو دی او دوهم مثال دمنافقانو دی نودا دواړه مستقل مثالونه دی - مشبه به په دی کښی په قول دمجاهد سره هرانسان دی چه کفر اوشرک او نفاق کوی په وسوسه د شیطان انسی یا جنّی سره اوهرکله چه انسان کفرکښی کلک شی نوشیطان ترینه برائت اوکړی په دی ویری چه مالره دده په عذاب کښی شریک نه کړی لیکن دا برائت شیطان ته هیڅ فائده نه ورکوی بلکه د دواړو عاقبت به اور دجهنم وی (إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ) دی قول دشیطان کښی خوف ایمانی مراد نه دی بلکه خوف طبعی یا خوف په دروغ دعویٰ سره دی -
[۱۸] روستو د بحث د منافقانو نه خطاب کوی مؤمنانوته دی دپاره چه ځان بچ کړی د صفاتو د د نفاق نه اوپه دی کښی دری اوامر او یو نهی ذکرکوی - اول (اتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه تقویٰ د ایمانیاتو ده یعنی دهرقسم شرک او کفر نه ځان ساتل دوهم (وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ) یعنی د ځان سره حساب کول او تمیز کول په مینځ دحق او باطل کښی - لِغَدٍ، مراد ترینه ورځ د حساب ده - غد په محاوره دعرب کښی راتلونکی ورځ ته وئیلی کیږی نو اشاره ده چه دا ټول ددنیا په شان دیوی ورځی دی او صباله قیامت دی دریم (وَاتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه تقویٰ داعمالو ده یعنی د اوامرو پابندی کول او د نواهی نه ځان بچ کول -