حم ۱۲۴۵ الفتح

وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۷﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۸﴾ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۹﴾

اوخاص اللّه تعالٰی لره دی لښکری د آسمانونو او دځمکی او دی اللّه تعالٰی زورآور حکمتونو والا ﴿۷﴾
یقیناً‌ مونږ لیږلی ئی ته حق بیان کوؤنکی او زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی ﴿۸﴾
دی دپاره چه ایمان راوړئ‌ تاسو په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اومدد اوکړئ دهغه (ددین) اوعزت ئی اوکړئ‌ اوپاکی وائی دهغه صبائي‌ او بیگائي‌ ﴿۹﴾

[۷] دا علت دی دپاره دعذاب دمنافقانو او مشرکانو یعنی اللّه تعالٰی ددوی په عذاب ورکولو قدرت لری ځکه چه ټولی لښکری دهغه په تصرف کښی دی اودهغه ملکیت دی دهغی په ذریعه دوئ لره عذابونه ورکولی شی -
[۸] دا اثبات دصدق درسول دی او متعلق دی د انافتحنالک سره نودا علت دفتح ورکولو دی یعنی فتح ددی وجی نه ورکړی شوه چه ته رسول برحق ئی یادا فتح مبین دلیل درسالت د نبی ﷺ دی (شَاهِدًا) شهادت په دنیا کښی مراد دی اوشهادت په معنیٰ دبیان کولو دحق دی په غیرباندی یعنی ته به بیان او تبلیغ کوؤنکی ئی اودبیان کولو دوه قسمه ئی ذکرکړل بشارت او انذار اوکه مراد شهادت نه شهادت په عملونو مراد شی نومراد ترینه صرف هغه خلق دی چه د نبی ﷺ په زمانه کښی ئی دهغه په وړاندی عملونه کول اوڅوک چه ددی نه ثابتوی چه نبی ﷺ حاضر ناظردی نودا تحریف دقرآن کوی -
[۹] په دی کښی څلورفائدی د ارسال درسول ذکرکوی -
اوله فائده: ایمان باللّه والرسول دی اشاره ده چه ایمان تفصیلی په اتباع درسول سره حاصلیږی -
دوهمه فائده: (وَتُعَزِّرُوهُ) ضمیر اللّه تعالٰی ته راجع دی نومراد ددی نه نفی کول د ولد اوشریک دی د اللّه تعالٰی نه اورد کول دی په مشرکانوباندی - یاراجع دی رسول ته نومراد دادی چه دهغه دین اود سنت د مخالفت کولو نه به خلقو لره منع کوئ اودهغوی شبهات به دفع کوئ -
دریمه فائده: (وَتُوَقِّرُوهُ) په دی ضمیرکښی هم دوه احتمالونه دی اوتوقیر د اللّه تعالٰی دهغه نوم په عزت سره ذکرکول دی دهغه بندگی خاص کول دهغه په صفاتو دکمال باندی ایمان راؤړل دی او توقیرد رسول اللّٰه ﷺ هغه ته صرف په نوم سره آواز نه کول دهغه د سنت احترام کول دهغه دنوم سره صلوٰة سلام وئیل دهغه پوره تابعداری کول دی -
څلورمه فائده: (وَتُسَبِّحُوهُ) دا ضمیر صرف اللّه تعالٰی ته راجع دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>