حم ۱۲۳۹ محمَّد

إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ ﴿۲۵﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ ﴿۲۶﴾ فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ ﴿۲۷﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ﴿۲۸﴾ أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ ﴿۲۹﴾

یقیناً هغه کسان چه واوړیدل (د ایمان نه) په شاگانو خپلو باندی روستو ددی نه چه ښه ښکاره شو دوی ته هدایت شیطان ډولی کړی دی دوی ته (عملونه ددوی) او مهلت ورکړی دی دوی ته ﴿۲۵﴾
دا ددی وجی نه چه یقیناً‌دوی وائي هغه کسانو ته چه بد گنړی هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی مونږ به ستاسو خبره اومنو په بعضی کارونو کښی او اللّه تعالٰی پوهیږی ددوی په پټو خبرو کولوباندی ﴿۲۶﴾
نو څه رنگ حال به وی هغه وخت چه ساه آخلی ددوی نه ملائک دمرگ وهی به مخونه ددوی او شاگانی ددوی ﴿۲۷﴾
دا په دی وجه چه یقیناً دوی تابعداری کړی ده دهغه کار چه خفه کړی دی اللّه تعالٰی اوبد گنړی دوی رضا د اللّه تعالٰی نوبی فائدی کړی دی عملونه ددوی ﴿۲۸﴾
آیا گمان کوی هغه کسان چه په زړونو ددوی کښی مرض (کینه) دی چه را ښکاره به نه کړی اللّه تعالٰی کینی ددوی (دمؤمنانوسره) ﴿۲۹﴾

[۲۵] دا هم زجردی منافقانوته او ارتداد دهغوی دادی چه دقرآن نه فرضیت د قتال ورته معلوم شو او بیائي هم اعراض اوکړو او سبب د ارتداد ئی ذکرکړو په دی آیت کښی دمنافقانو دری حالات ذکرشول (سَوَّلَ) کښی اشاره ده اعمالو دشرک او بدعاتو ته چه هغوی ته دوی گناهونه نه وائی ددی وجی نه توبه نه اوباسی او (أَمْلَى) کښی اشاره ده انهماک ددوی په خواهشاتو او شهواتو نفسیاتو کښی چه توبی کولو نه غافل دی -
[۲۶] په دی آیت کښی زجردی په منافقانوباندی او سبب دتسویل الشیطان ذکرکوی چه هغه د بی دینه خلقو سره په بی دینئ کښی تعاون کول دی یا د تعاون کولو وعده کول دی (بَعْضِ الْأَمْرِ) مراد ترینه مخالفت د نبی ﷺ او خلقو لره دهغه دطاعت نه منع کول اودجهاد نه منع کول دی اظهاردشرک ترینه مراد نه دی -
[۲۷] دا تخویف د حال د زنکدن دی - اوحرف د فا دلیل دی چه دعذاب به په سبب د مخکښی ذکرشوی صفاتو او اوحوالوسره وی - تخصیص د مخونو او شاگانو په دی وجی سره دی چه په وخت د اعلان قتال کښی ددوی په مخونوباندی آثار دخفگان ښکاره کیده اودغه مخ به ئی بچ کوو هسی نه چه په قتال کښی په هغی باندی گذار اولگی اوشابه ئی گرځوله په وخت دتختیدلو کښی -
[۲۸] په دی آیت کښي ددوی دری حالتونه ذکرکوی او هغه اسباب دی دتیرشوی عذاب یعنی وهل دمخونو په سبب د اتباع د ما اسخط سره دی او وهل دشاگانو په سبب دکراهت د رضا د اللّه تعالٰی دی (اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ) سبب د غضب د اللّه تعالٰی کفرکول دی او هغی سره خداع او فساد اوپه مؤمنانو پوری استهزاء یوځای کړی دی (وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ) سبب درضا د اللّه تعالٰی ایمان، توحید اخلاص او اتباع دقرآن او سنت ده هغه دوی بد گنړی -
[۲۹] په دی کښی زجردی او ذکر دیو حالت دمنافقانو دی اوپه دی سره دمنافقانو گیله ختموی - دوی وائي‌ چه ځمونږ قبائح ښکاره نه دی په کار - نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه دا گمان ددوی غلط‌ دی چه مونږ به ددوی قبائح نه ښکاره کوؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>