وَمَا لِيَ ۱۱۱۷ الزمر
خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۶﴾ إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۷﴾
پیداکړی ئی تاسو دنفس یونه بیائی پیداکړی ده دهغه نه بی بی دهغه اوپیداکړی دی تاسولره د څاروؤ ته اته جوړئ پیدا کوی تاسو په خیټو دمیندو ستاسو کښی په یو پیدائش روستو دبل پیدائش نه په تیرو دریو کښی دغه اللّه تعالٰی رب ستاسودی خاص هغه لره بادشاهی ده نیشته حق دار دبندگئ سیواد هغه نه نوڅه رنگ اوړیدلی کیدی شئ تاسو ﴿۶﴾
که چیری کفرکوئ تاسو نو یقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته دی ستاسونه اونه خوښوی بندگانو خپلولره کفرکول اوکه چیری شکرکوئ تاسو نوخوښوی هغه تاسولره اونه شی پورته کولی یو پیټی والا پیټی گناه د بل چا بیابه طرف درب ستاسو ته گرځیدل ستاسووی نوخبربه درکړی تاسوته په هغه عملونو چه تاسوئی کوئ یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوپوری خاص وی ﴿۷﴾
[۶] دا دوهم دلیل عقلی انفسی دی په دی کښی هم خالقیت او تصرف د ربوبیت د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی (وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ) انزل په معنیٰ دخلق دی تعبیرئی په انزل سره کړی دی ځکه چه انعام ژوندی پاتی کیږی په بوټو سره اوبوټی پیدا کیږی په اوبوسره او اوبه دبره نه نازل کړی شوی دی او دارنگ هریو پیدائش چه په آسمانی اسبابو سره وی نو دهغی نه تعبیرکولی شی په انزال سره (فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ) یعنی مخلوق په یوه تیاره کښی هیڅ څیز نشی جوړولی او اللّه تعالٰی په دری تیارو کښی برابر انسان جوړوی یوه تیاره دخیټی دمور دوهمه در رحِم (بچه دانی) دریمه دپریوان یعنی هغه باریکه پرده چه دبچی نه چاپیره وی -
[۷] په دی آیت کښی ذکر دفریقینو دی روستو ددلیلونونه - په اوله جمله کښی زجردی او اشاره ده چه ستاسو د کفرکولو ضرر اونقصان اللّه تعالٰی ته نه رسی بلکه تاسوته رسیږی اوپه دوهمه جمله کښی جواب سوال دی چه دکفرضرر په اللّه تعالٰی باندی نیشته نومنع کول ترینه ولی کوئ؟ جواب اوشو حاصل داچه هیڅ مولٰی دهرخپل مريی کفر (ناشکری) نه خوښوی نو اللّه تعالٰی خو ډیررحم کوؤنکی دی نو هغه دبندگانو دپاره کفرڅرنگه خوښ کړی - اوپه دریمه جمله کښی بشارت دی په قبلولو دشکر اوشاره ده چه اللّه تعالٰی ستاسو شکرته محتاج نه دی اوپه څلورمه جمله کښی جواب دسوال دی چه دکفر ضرر په اللّه تعالٰی باندی خونه راځی لیکن په هغه باندی راځی چه دگمراه کولو مشران وی نو جواب اوشو (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ) اوبیا روستو جملوکښی تخویف دی اوهرکله چه د عملونو بنیاد دزړه نیت کول دی یعنی دارومدار ئی په زړه باندی دی نوآخرکښی ئی اوفرمائیل (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) -